روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بولدک تر پېښې او دروازې بیا پرانیستې !!

محسن سعود

څو ورځې وړاندې یو تن بریدگر د سپین بولدک-چمن پر دروازه پر پاکستانۍ ملېشه وال ډزې کړې وې چې یو تن یې ومړ او دوه نور خوږ شول. امنیتی کېمرو ثبت کړې او رسنیو ته راوتلې صحنې ښیی چې یو ناپېژاند افغان وگړی دروازې ته مخامخ څومترۍ سره د دوه تنه پوله ساتو مجاهدینو په لیږ واټن کې ولاړ دی او په دروازه کې ولاړ ملېشه وال تن سره په خبرو ښکاری ،چې وروسته یې پر لور حرکت او پرې د تمانچې ډز کوی، دوهمه امنیتی کېمره ښیی، چې د ډزو په اورېدو له دننه د پوځ یو تن را څرگندېږی او لگېدلی ملېشه وال چې پر ځخم یې لاس اېښی؛ له هغې خوا پرې په منډه له یوې اوسپنیزې دروازې تېرېږی او ورسره پر پوځی هم یو ډز کېږی ،چې هغه پر شاتلو او پر ملا ټیټېدو سره د پټېدو هڅه کوی، خو له هغې خوا پر اوسپنیز څادر له ډز سره لگېږی. که څه هم په دغو ثبت شویو صحنو کې داسی نښې نه ښکاری چې عام خلک او یا د کوم لوری پوله ساتی دی په عادی ډول دلته موجود وی، بلکې پوله ساتې کم هم او بې وسلې هم و، خو هغه مهال رسنیو د یو عینی شاهد له خولې ویلی و، چې د ډزو په اورېدو ماشومانو او مېرمنو یوه او بل خوا منډې وهلې.

د پېښې اړوند د خپل رسمی دریځ له مخې اسلامی امارت کلکه خواشینی وښوده، د پېښې د پلټلو ډاډ یې ور کړ او ورته یې یو لوړ پوړی کمېسیون هم وټاکه، د لوېدیځو رسنیو د خبر پر بنسټ له پېښې څو ورځې وروسته پر پوله د دواړو لوریو پلاو کتنه او د حل لومړنۍ هڅې بې پایلې وې، خو وړمه ورځ بیا د اسلامی امارت او پاکستانی لوری گډې کمېټې پر حواله د لارې خلاصېدو خبر ور کړل شوی و چې نن خلاصه شوه. د تاند ویبپاڼې د عقرب۲۶مې د خبر له مخې یاد بریدگر  په یو وېډیو پیغام کې ویلی ،چې پر چمن دروازه د افغان مېرمنو پرله پسې ځورونې او بې عزتیو اړ کړ، چې له استخارې وروسته یاد برید پلی کړی. تاند د دغه برید گر چې نوم یې احمدالله بلال ښیی؛ پر حواله زیاتوی ،چې نه یواځی دا چې له بریده پښېمان نه دی، بلکې ترې خوښ او جهاد اعلانوی، له نورو وگړو چې هر چېرته دی؛ هم غواړی ملاتړ یې وکړی او له دغې ولولې سره را ودانگی. د ځینې سرچینو په خبره برید گر منی چې په دغه کړنه کې خپل سری و، د هېچا ملاتړ ورسره نه و، نه یې برید ترشا سیاسی لاس لرل او نه یې هم له پلانه څوک خبر و، خو وایی: د اسلامی امارت له مجاهدینو یې د پټېدو هڅه نه ده کړې او نه یې دا داسی څه کړی ،چې پرې توقیف یې کړی، بیاهم تاند ویلی چې نوموړی په خپلو څرگندونو کې د اسلامی امارت له خوا پاکستان ته د سپارلو وېره ښوودلې. تاند دا هم منی چې په دغه گاونډی هېواد کې له څه مودې راهیسی افغان کډوالو، هلته تلونکو راتلونکو او په ځانگړې مېرمنو سره د پاکستانی ځواکونو ناسم او له بې عزتۍ د ډک چال چلند را پورونه ډېر شوی دی.

د پاکستان پر پولو او دغه هېواد کې رښتیا هم د افغان وگړو ځورونې، آبرو رېزی او آن د قانونی اسنادو سربېره نیونې د افغانانو پر وړاندې د دغه هېواد د ځواکونو تاو تریخوالی کې د تېر په پرتله څو برابره زیاتوالی ښیی هېڅ، لامل یې هم څرگند نه دی او له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسی دغه موضوع د سیمه ییزو خبرونو او ځینې نړیوالو خپرونو سرټکی دی. د تېر سپتمبر په وروستیو کې داسی هم وشول چې د چمن دروازې ملېشه ځواکونو پر یو تن مسافر دینی عالم د افغان وگړی گمان کولو سره له هغه تقریباً سل زره کالدارې واخیستې ،چې بیا نوموړی له پوله ساتو مجاهدینو همکاری غوښتې وه، ترڅو یادې پیسې بېرته ترې ورته واخلی، خو چې هغه خپله پاکستانی و؛ مجاهدینو ورسره ډېره همکاری ونشوه کړی، چې بیا یاد مسافر په چمن کې استخباراتو سره ستونزه شریکه کړه، خو هغوی هم د دې پر ځای چې ستونزه یې هواره کړی؛ ویې نیو او درې اوونۍ یې له ځان سره د اسیر په توگه تر شکنجه لاندې هم وساته. دا چې دغه گاونډی مو له موږ او گران هېواد سره گڼ مشترکات لری، اسلامیت او گاونډیتوب یې نور هم له معنوی او مادی پلوه رانږدې کوی، څلور لسیزې د میلیونونو هېوادوالو د سرپناه او ډېرو نورو اړتیاوو په پوره کولو کې یې تر بل هر هېواد او ټولنې رغنده رول لوبولی، همدارنگ د یو او بل دیپلوماتیکو-ترانسپورتی-ترانزیتی-مالی-سوداگریزو-مدنی اړیکو ته هم تر بسې سره اړ یو، گڼو وجوهاتو او په ځانگړې اوږدې گډې پولې مو دفاعی او امنیتی ستونزې او لاسته راوړنې هم سره شریکې کړې، یو پر بل د هر ډول سیاسی، اقتصادی، کلتوری، فکری او… په ځانگړې توگه په گران هېواد کې د جهاد بریا-صلیبی یرغل ماتې-اسلامی نظام حاکمیت ژور او تربسې اغېز هم یو نړۍ منلی او روښانه حقیقت دی، ملی او اسلامی ارزښتونه مو گډ او پر سر مو یې دښمن هم یو دی او بیا چې دښمن هر څومره یو او بل پر دوستۍ او دښمنۍ جلا پېژندلو او په دې نومونو یې زموږ ترمنځ د تفکیک او بېلتون فکر عام کړی؛ نه بریالی شوی او نه پر دوستۍ منلی گاونډی ته په زیان او گواښ کې تر دښمن منلی گاونډی کم ختلی دی.

له منځنۍ اسیا سره د نښلون لپاره هم پاکستان له افغانستان څخه ترانزیتی گټې پورته کولو ته اړ دی، پر کتو یې له دلته شته د اسلامی امارت نظام سره تعامل یوه تر ټولو لوړه اړتیا جوړوی او د نړیوال اقتصاد دغې څلورلارې ته تر ټولو نږدې هم دی چې آن پر یو کونج یې استوگن دی. په دې اړه د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم ویلی و چې کابینې یې افغانانو او افغان سوداگرو ته د وېزو د ورکړې بهیر کې د اسانتیاوو راوستلو طرحه تصویب کړې، ترڅو دغه اسانتیاوې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی رامنځته کړی او له دې ورهاخوا له منځنۍ اسیا څخه د پانگونې او سوداگرۍ راخپلولو لپاره لاره هواره کړای شی. تر هغه وړاندې د هند یو لوړ پوړی چارواکی هم ویلی و چې(د ستراتېژیک گاونډی په توگه)له افغان سرپرست حکومت سره له تعامل پرته کومه لاره نلری، له بلې زاویې بیا افغانستان او اسلامی امارت د نړۍ پر مخ هغه هېواد او نظام دی چې د گڼو امپراتوریو، لښکر کشیو، ائتلافونو او په وروستی ځل د یوې نیمې نړۍ(دا ښکاره نړۍ چې له شتونه یې خبر و او نیمایی یې نوره چې شتون یې هم نه و اټکل شوی)د ماتولو ویاړ لری چې پاکستان د شته مشترکاتو او گاونډیتوب په لرلو پر نننی افغانستان ویاړلی هم شی. پورتنیو گډو گټو، ارزښتونو او ورته ټکو ته پر پام تر کومه چې پوهېږم؛ فکر کوم د اسلامی امارت هم له دغه گاونډی هېواد سره د اړیکو پالیسۍ تر نورو نرمې وی، نو له دې ټولو سربېره د پاکستانی ځواکونو لخوا له افغانانو سره د داسی چلند او د هغه د جرأت تمه هیڅ نه کېده او نه هم کېږی چې خپله او پردۍ دواړې نړۍ پرې وغږېدې او د تمې او پورته هرڅه د غوښتنې سرچپه روان وضعیت په رښتیا هم زموږ د گران ولس او هم خواخوږی پاکستانی ولس لپاره نه هیلې کونکی دی. نو د دې لپاره چې پاکستانی دولت او ځواکونو یې نه خپل ولس او نه هم گاونډی افغان ولس دردولی او نه هیلې کړی وی او هم یې له افغانستان او اسلامی امارت سره پر متقابل درنښت ولاړ گاونډیتوب او اړیکې لرلې او پاللې وی؛ لازمه ده مشترکاتو، گډو ارزښتونو او گټو، غوره گاونډیتوب او ویاړونو ته پر پام له دا ډول کړنو لاس واخیستل شی او د تل لپاره یې د مخنیوی لپاره گام پورته شی، ترڅو د ولسونو د حساسیتونو راپارولو پر ځای مو د هغوی نېک احساسات را پارولی او له ځان سره لرلی او ټولې موخې په ښه توگه ترلاسه شوې وی. په همدې هیله.

ممکن است شما دوست داشته باشید