د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال یاسین ضیا وایی: د میدان وردګو پېښه، چې د افغان ځواکونو چورلکه وېشتل شوې بې ځوابه نه پرېږدی او ژر به یې غچ واخیستل شی.هغه پر ټوېټر لیکلی، هغه چا چې د وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو چورلکه ویشتلې او د افغان ځواکونو په وژلو کې لاس لری پر وړاندې به یې جدی چلند وشی.نوموړی زیاته کړې: په بهسودو کې شوې پېښه به په جدی توګه څېړی او د دې بوږنوونکې پېښې عاملین به بې ځوابه پرېنږدی.هغه څرګنده کړې ،چې د شوې پېښې عاملین به د دښمن په څېر وځپل شی.د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د ملی دفاع وزارت اړوند چورلکه رانسکوره شوه ،چې په پایله کې یې د چورلکې د عملې په ګډون نهه سرتېری شهیدان شول.د علیپور د ډلې ویاند ویلی چې دا الوتکه ښایی د دوی د وسله والو له لوری رانسکوره شوې وی.محمد حسین توانا ویلی، چې په یاده ولسوالۍ کې د دوی د ملېشو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې او پر وینا یې د همدې جګړې پر مهال چورلکه هم رانسکوره شوې ده.د نوموړی په خبره، احتمالاً نسکوره شوې الوتکه د دوی وسله والو ویشتلې وی.