روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت : له نړۍ سره مو اړیکې اقتصاد محوره دی، نه غواړو افغانستان د قدرتونو د تقابل مرکز شی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وایی، له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړی او نه غواړی، چې دا هیواد د نړیوالو قدرتونو د تقابل مرکز وی.ښاغلی متقی، چې د یکشنبې په ورځ د اسلامی امارت د دویم امیرالمؤ منین شهید ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین مناسبت جوړې شې غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې له ټولو هیوادونو سره یې اړیکې اقتصاد محوره دی.

د هغه په وینا اوسنی حکومت په سیاسی ډګر کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې لری او همدا اوس د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د طالبانو سیاسی نمایندګۍ خلاصې شوې او کابل ته د بېلابېلو هیوادونو دپلوماتان هم تګ راتګ کوی.دی وایی: نن افغانستان د جنوبی او مرکزی آسیا ترمنځ د ترانزیټ بهترینه لار ده او په سلګونو موټر یوې او بلې خواته ځی، چې دا په خپله یوه لویه لاس ته راوړنه ده.ښاغلی متقی زیاته کړه، چې د افغانستان اقتصادی وضعیت اوس مهال د ځینو هیوادونو وضعیت ته چې جګړې پکې نه دی شوی ښه دی.نوموړی ومنله چې په افغانستان کې اقتصادی «ضعف» رامنځته شوی خو په خبره یې قحطی نه ده رامنځته شوې.امیرخان متقی د خپلو خبرو په دویمه برخه کې د طالبانو سیاسی مخالفینو خطاب کې و ویل، چې د اسلامی امارت غېږ له هېواده وتلو ټولو افغانانو ته خلاصه ده.خو به وینا یې که چیری بیا هم څوک د زور او مخالفت فکر کوی په خبره یې د ملت د «دوکه» کولو کوښښ دې نه کوی، ځکه دا هڅې به یې ځای ونه نیسی.ده و ویل: ((موږ هغو هیواد والو ته چی د تشویش له امله له هیواده وتلی خپله غیږ خلاصه کړې، خوکه بیا هم څوک د زور او مخالفت فکر کوی د زړه په غوږو دی واوری، چې نه د اتحاد جماهر شوروی د یرغل او توپان وخت دی، چی نظام یې ړنګ کړ او نه هم د یولس سپټمبر د نیمی نړۍ د اتلاف او جوش شرایط دی، هسی دې نه ځان خرابوی او نه دی د ملت د دوکه کولو کوښښ کوی. دغه راز متقی په خپلو خبرو کې د لوېدیځوالو او ځینو رسنیو او بشری حقونو د بنسټونو هغه څرګندونې هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې امارت واک ته له رسېدو وروسته سره له دې، چې عمومی عفوه یې کړې، بیا هم د مخکنی نظام ځینې کسان وژلی او شکنجه کړی یې دی.ښاغلی متقی زیاته کړه، چې تېره ورځ یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړی استازی توماس وېسټ سره تلېفونی خبرو کې هم هغه ته و ویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پخوانی نظام یو کس هم نه دی شکنجه شوی او نه هم څوک په دې اړه کوم ثبوت لری.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایی: له هغې ورځې چې امارت واک ته رسېدلی، په ټول هیواد کې یو سیاسی بندی هم شتون نه لری او دا د دښمنانو تبلیغات دی، چې ګڼې امارت له خلکو سره زور زیاتی کوی.د هغه په وینا همداس او ښوونځی او پوهنتونونه د زده کوونکو پر مخ خلاص دی او ځینې وړې ستونزې چې شته هغه هم د حل کېدو په درشل کې دی.ښاغلی مقتی د خپلو خبرو په پای کې هغه ګنګوسې او راپورونه هم په کلکه رد کړل، چې ګڼې په پنجشېر او انداراب کې جګړې دی، بلکې په وینا یې د افغانستان په هېڅ ګوټ کې هم جګړه نشته او دا یوازې افواهات او تبلیغات دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید