د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین د سیمهییزو هېوادونو پر یووالی ټینګار کوی او وایی: د سیمې هېوادونه باید سترو قدرتونو او پردیو ته اجازه ورنه کړی ،چې پر خپلو ګاونډیانو بریدونه وکړی.
شېر محمد عباس ستانکزی د تېرې یکشنبه په ورڅ ((له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو راتلونکې)) په نامه غونډې ته وویل ،چې آسیایی هېوادونه باید د اروپا غوندې د نظام په رامنځته کېدو سره خپلې پولې د یو بل پر مخ پرانیستې پرېږدی.ده ټینګار وکړ ،چې اسلامی امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او فعالو سیاسی اړیکو درلودو غوښتونکی دی.ده له ګاونډیانو هم وغوښتل، چې د افغانستان سرحدونو، خلکو، فرهنګ او رواجونو ته درناوی وکړی.د ویلو وړ ده، چې اسلامی امارت له دې وړاندې هم ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به نورو ته د ګواښ پېښېدو ته اجازه ورنه کړی.