روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نه غواړو چې افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر ځای وی

افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی د تېرې شنبه په ورځ د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم غونډه کې د وینا پر مهال و د ډیپلوماسۍ په اوسنی تعریف کې خلل یاد کړی، چې د جګړو د رامنځته کولو او تودولو لپاره کاریدلی او په خبره یې په کار ده، چې اوسنی تعریف ته مخلصانه کتنه وشی او ډیپلوماسی د جګړو د مخنیوی په هدف وکاریږی.متقی زیاته کړه: (( موږ پر دې باور یو،چې ډیپلوماسی باید یوازې د کمزورو اړتیا نه، بلکې د لویو قدرتونو اړتیا هم وی. د وسله وال یرغل پر وړاندې وسله وال مقاومت زموږ مسئولیت او مجبوریت و، خو سره له دې چې امریکا په ۲۰۱۰ م کال کې خبرو ته حاضره شوه، تماسونه مو پیل شول او د مخلصانه ډیپلوماسۍ لاره مو ونیوله،چې پایله یې د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ په ۲۹ مه تړون وشو. د تړون له مخې، له افغانستانه بهرنی ځواکونه ووتل او نړۍ ته ډاډ ورکړل شو،چې د افغانستان خاوره به د چا پر خلاف نه کارول کېږی.)) متقی وایی: کمزوری او بې ثباته افغانستان د هېڅ چا په ګټه نه دی او په خبره یې نړۍ ته په کار ده،چې د باثباته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره مرسته وکړی.متقی د انتالیا فورم ناستې پر ګډونوالو هم غږ وکړ،چې د کنګل شویو پیسو آزادولو او د اقتصادی بندیزونو په لرې کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړی. ده زیاته کړه: (( له څلورو لسیزو جګړو راوتلی هېواد په توګه د نړۍ له هېوادونو غواړو،چې له سیاسی پلوه باثباته او له اقتصادی پلوه پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې له موږ سره همکار شی او د افغانستان د مرکزی بانک کنګل کړې شتمنی په بشپړه توګه خوشې کولو او پر افغانستان د لګېدلو اقتصادی بندیزونو لرې کولو کې مرسته وکړی.)) متقی په ټینګار وویل: نه غواړی افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر ځای وی، بلکې غواړی، افغانستان د سوېلی او مرکزی آسیا ترمنځ د وصل نقطه او د ټرانزیټ لاره وی.ده په خبره داعش،چې د ناټو او امریکا په شمول لسګونه هېوادونه یې پر وړاندې ناکام وو، اوس یې فعالیتونه نه شته.متقی زیاتوی: (( هغه افغانستان چې ۵۰ هېوادونه جمع امریکا او ناټو نه شوای کولای،چې هلته د داعش د فعالیتونو مخه ونیسی،نن الحمد لله په افغانستان کې د داعش فعالیتونه له منځه تللی دی. له ۴۰ کالو وروسته پر افغانستان مرکزی واکمنی ټېنګه شوې.)) امیرخان متقی دغه راز د دوحې هوکړې ته افغانستان ژمن یاد کړ او ټینګار یې وکړ،چې هېڅ سیاسی مهاجر نه لری او په خبره یې که، د افغانستان ملاتړ وشی، نو هېڅوک به نه اړ کېږی، چې د اقتصادی ستونزو له امله افغانستان پریږدی او نورو هېوادونو ته ولاړشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید