د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: د امریکا تر وتلو وروسته به یواځې د همکاریو بڼه تغییر شی او له دې پرته نور هېڅ هم تغیر نه کوی.جمهوررییس غنی، چې وړمه ورځ یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل: ټول هغه امکانات او ملاتړ، چې د امریکایی او ناټو ځواکونو له لوری چمتو کېده اوس افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دی.ولسمشر همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې د راتلونکی وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده.د ولسمشر غنی پر وینا: امریکا او ناټو له افغانستان سره اوږدمهالی امنیتی تړون لری ،چې په خپل قوت به خپل حال کې پاتې کېږی.افغان ولسمشر وویل، چې د راتلوونکی په اړه اندېښنه نه په کار؛ ځکه په خبره یې په نوی فصل کې به یوازې د همکاریو بڼه بدلون ومومی.ولسمشر څرګنده کړه ،چې سیمه هم د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو نه وه او دا ځکه چې افغانستان له دایمی ګټو پرته دایمی دوست او دښمن نه لری.ده ټینګار وکړ ،چې افغانستان نه غواړی د نیابتی جګړو ډګر واوسی، نو د نورو په منازعاتو کې د نه داخلېدو په موخه به د بې طرفۍ سیاست غوره کړی.نوموړی دغه راز ویلی ،چې تر څه وخت مخکې داسې فکر کېده، چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی، خو پر وینا یې، افغانستان په کافی اندازه ظرفیت لری او کولی شی خپله ملی بودجه له ملی عوایدو تامین کړی.