روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بلاروس چارواکو د (ویاسنا) سازمان پرضد جنایی تحقیقات پیل کړی

د بلاروس چارواکو د هغه هېواد د بشری حقونو د منلی سازمان پرضد جنایی تحقیقات پیل کړی او د دې موسسې یو شمېر غړی یې نیولی دی.د ویاسنا په نامه د بشری حقونو موسسې وړمه ورځ وویل: د تحقیقاتو کمېټې دا دوسیه پرانېستې ده ،چې د دوی موسسه له اعتراض کوونکو سره ،چې عمومی نظم ګډوډوی، مالی مرسته کوی.د دې موسسې څلور فعالان هم نیول شوی دی.په بلاروس کې د اګسټ له میاشتې راهیسې ، چې د ولسمشرۍ انتخابات وشول او په کې الکساندر لوکاشینکا د شپږمې دورې په مخه بریالی وبلل شو، تقریباً هره ورځ اعتراضونه وی.ویاسنا یو له هغو خپلواکو سازمانونو څخه دی چې په بلاروس کې یې د تشدد، د زرګونو کسانو د نیولو او د سیاسی زندانیانو پېښې څارلی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید