روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( د بغلان پر قند فابریکه د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ))

د بغلان امنیتی چارواکی وایی: په یاد ولایت کې پر قند فاریکې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی.د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته ویلی :یاد برید چې د وسله والو طالبانو له خوا شوی پر وینا یې د څو ساعتونو لپاره یې دوام لاره.ښاغلی بشارت زیاته کړه ،چې په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوی او اته نور ټپیان شوی دی.د نوموړی پر وینا د په دې نښته کې دوه افغان امنیتی منسوبین هم شهیدان شوی او شپږ نور ټپیان شوی دی.د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل:  وسله والو طالبانو غوښتل د قند فابریکې اړوند صنعتی شهرک سقوط کړی، خو پر وینا یې ونه توانېدل.د بشارت د معلوماتو په اساس په دغه نښته کې د قند فابریکې کار کوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مالی زیانونه هم نه دی رامنځته شوی.د بغلان د قند فابریکه د پلخمری له مرکز څخه په ۲۵ کیلومترۍ کې په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې موقعیت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید