روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بغلان مخکښو بزګرانو د اوارولو ماشینونه ترلاسه کړل 

دبغلان ولایت  دکرنې او اوبو لګولو ریاست له خوا داوارولو څلور ماشینونه ددغه ولایت  پر مخکښو بزګرانو وویشل شول .   دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې ،  دبغلان ولایت دکرنې او اوبو لګولو رییس عبدالوهاب خیر زاده وویل  چې دغه ماشینونه دکرنې او اوبو لګولو وزارت  په کرونده کې داوبو د تنظیمولو دپروګرام  په مالی همکارى په سلو کې په اویا سبسایدۍ سره په مخکښو بزګرانو وویشل شول .   دبغلان ولایت  دکرنې او اوبو لګولو رییس وویل چې داوارولو هرماشین درې سوه  زره افغانۍ ارزښت لری  خیرزاده وویل چې له دغو ماشینونو څخه په کروندو کې استفاده کېږی .

ممکن است شما دوست داشته باشید