روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشر نورزی خلاصون د افغان حکومت قوی سیاسی دریځ څرګندوی  

ډاکټر عبدالرحمن شهیدزاده

د سیاست د تعریف پر اساس هر هغه عمل چې واکمن یې دولس داخروی او دنیوی بریمنتوب لپاره پلی کوی، دې ته د اسلامی سیاست بڼه وایی.

هو، پرته له شکه د افغانستان اسلامی امارت د اسلامی سیاست په رڼا کې د خپلو خلکو د مصؤنیت لپاره له تاسیسه تر اوسه د توان مطابق خپلې هڅې ندی سپمولی، هغه که د انارشیزم له تورې بلا څخه دملت ژغورلو لومړنۍ جهادی یون و او که د امریکا په مشرۍ د ناتو تړون د ۴۸ غړوهیوادونو کفری اشر څخه دخاورې او د خپلو ولسونو د آزادۍ په لاره کې شل کلن جهادی ګړندی مسلحانه او سیاسی چټک مدبرانه نه ستړی کېدونکی خوځښت و، هغه که د پنځو کلیدی مشرانو دخلاصولو موضوع وه، او که د ملی تجار بشر نورزی دخلاصون پېچلې قضیه وه، ځکه دنورزی صیب موضوع امریکایې محاکمو داسې فیصله کړې وه، چې ګواکې دغه بیګناه افغان تاجر د مخدرو توکو په نړیوال قاچاق کې د لتاړتوب په اساس په عمری قید محکوم شوی.

خو پر نوموړی د دې تر خوا چې اړوند تورونه ثابت نه کړای شول، اوولس کاله یې دامریکا په وحشی زندان کې وساتلو، د اسلامی امارت مشرانو تل دخپل دغه مظلوم تبعه دخلاصون موضوع له امریکایې لوړی سره شاربله، خو دا چې امریکا داسلامی امارت غوښتنه ونه منله ،نو امارت اړ شو ، چې مارک فریریکس امریکایی تبعه له ځان سره ولری، او د خپل مظلوم هیوادوال په خلاصون کې ترې استفاده وکړی، د امارت دغه قاطعانه دریځ د دې باعث شو ،چې امریکایې قاضیان خپلی باطلې فیصلې.بېرته واخلی او د بایډن حکومت د نورزی صیب د آزادېدو چارې له مجبورې ورځې تکمیل کاندی. هغه و چې د وږی میاشتې په ۲۸ مه د بشر نورزی دخلاصون او هېواد ته د راتګ شانداره مراسم په ژوندۍ بڼه له ملی تلوېزیون څخه نشر شول او ګڼ شمېر زړه سواندی مشران یې د استقبال لپاره دکابل په هوایی ډګر کې را غونډ شوی وو، دغې پیښې وښوده، چې افغانستان یو ځواکمن مرکزی حکومت لری او کولای شی چې دخپلو وګړو دحقه حقوقو دفاع وکړی.

تل دې وی اسلامی نظام او تل دې وی افغانستان

 

ممکن است شما دوست داشته باشید