روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشر حقونو کمېسیون د ۷ زړورو افغان مېرمنو په اړه د امریکا پرېکړه ستایی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام ستایلی، چې ۷ افغان وژل شویو فعالو مېرمنو ته د زړورتیا افتخاری اوارډ ورکوی.دغه کمېسیون وړمه ورځ په اعلامیه کې دا ۷ مېرمنې ۲۰۲۰ میلادی کال په هدفی بریدونو کې ووژل شوې.د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې د اووه افغان مېرمنو په ډله کې د فاطمه ناتاشا خلیل یادونه شوې ، چې په خبره یې بشری حقونو ته متعهده وه او تل یې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلام کړی، چې سږ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوی.په دې ډله کې له افغانستانه د فاطمه ناتاشا خلیل، جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبی، فرشته، ملالۍ میوند او فرشته کوهستانی نومونه هم راغلی چې ۲۰۲۰ م کال په هدفی بریدونو کې ووژل شوې.دا مېرمنې له پوځ رانیولې، تر تلوېزیون او مدنی ټولنو کې په فعالیت بوختې وې او پېژندل شوې څېرې وې.که څه هم طالبانو د ګڼو هدفی وژنو پړه رد کړې ، خو افغان حکومت وایی، چې د اکثرو دغو افغان فعالانو د قتل تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید