روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشری حقونو څار ټولنه: د افغانستان بانکی ستونزې بېړنۍ هوکړې ته اړتیا لری

د بشری حقونو څار ټولنه وایی: نړۍ او افغان حکومت د افغانستان د بانکی ستونزو د هواری لپاره بېړنۍ هوکړې ته اړتیا لری. دې ټولنې ټینګار کړی، چې په کابل کې د القاعدې د مشر وژل کېدل باید د امریکا او افغان حکومت تر منځ روانې خبرې زیانمنې نه کړی او په وینا یې ملکی افغانانو ته باید د قانونی سوداګریزو فعالیتونو لاره  ژر برابره شی. د بشری حقونو د څار نړیوال بنسټ د افغانستان په تړاو په خپل تازه خپاره کړی راپور کې ویلی چې د افغانستان بشری ناورین تر هغې په اغېزناک ډول نه شی حل کېدای چې امریکا او نور حکومتونه د افغانستان پر بانکی سکتور محدودیتونه کم نه کړی او قانونی اقتصادی فعالیتونو او بشری مرستو ته لاره برابره نه کړی. امریکا، نورو حکومتونو او نړیوال بانک د تېر میلادی کال د اګست پر پنځلسمه د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو سره د افغانستان د مرکزی بانک باور لغوه اعلان کړی. له هغې راهیسې دغه بانک د خپلو بهرنیو اسعارو پر زېرمې هم واک نه لری او نه هم نړیواله راکړه ورکړه کولی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید