روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشری حقونو ناقضین او په فسادونوکې ښکېل عناصردې وټکول شی

دافغانستان په مرکز او ولایتونو کې له فساد سره د مبارزې اودغه راز د  بشری حقوقو دنړیوالې ورځې په مناسبت د جلا جلا جوړو شویو غونډو برخه والو وینا کوونکو نه یوازې په هېواد کې له فساد سره د مبارزې، بلکې د  بشری  حقوقو د تحقق په اړه له نافذو قوانینو او مقرراتو څخه د ناقانونه وسله والو ، د قدرت دګدۍ او پیسو دلېونیانو، لنډه غرو، بدمعاشانو او نورو زورواکانو له زیاتو سرغړونو سرټکاوه اوجوته یې کړه چې له ډېره بده مرغه ددغه ډول قانون ماتوونکو ،انسان تښتوونکو، لنډه غرو،بدمعاشانو ،غلو، داړو اچوونکو اونورو زورواکانو د معافیت فرهنګ په هېواد کې فسادونو او داسې نورو ناخوالو او نادودوته زمینه برابره کړې ده اوخلک یې اندېښمن کړی  او د جمهور رییس محمداشرف غنی په مشرۍ یې له افغان حکومته په کلکه غوښتنه کړې، چې له یوې خوا دې په هېواد کې د بې رحمو زورواکانو اوقانون ماتوونکو چې آن د خلکو پروینو یې لاسونه هم سره دی، دمعافیت فرهنګ ته د پاى ټکى کېږدی اوله بلې خوا دې په فسادونو کې د ښکېلو ډلو ټپلو او زورواکانو دپه نښه کولو او ځپلو لپاره د یوې داسې خپلواکې ادارې د ژر فعالولو او جوړولو زمینه برابره کړی چې فاسدان ،فاسقان ،لنډه غر اوبدمعاشان دتل لپاره د جرمونو اوجنایتونو په تور په نښه کړی او د سختې جزا لپاره یې د عدالت منګولو ته وسپارى لکه د افغانستان د جمهور رییس محمداشرف غنی دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش چې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوې جوړې شوې غونډه کې هم په هېواد کې دفسادونو دجرړو دبیخی وچولو لپاره له وضع شویو نړیوالو معیارونو سره سم له فساد سره د مبارزې په اړه د ټولو شتو ادارو پر غړیتوب د یوې  داسې خپلواکې ادارې پرجوړولو او فعالولو ټینګار وکړ چې د ترسره شویو جرمونو او جنایتونو په تور د فاسقانو نورو جنایتکارانو د په  نښه کولو اونیولو لپاره له خپل ورکړ شوی استقلالیت اوصلاحیت څخه کارواخلی او د سختې جزا لپاره یې دجیلونو تورو دروازو ته پورې وهی اوله دې لارې د یوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه په هېواد کې د چارو پوره سمون اواصلاحاتو ته لاره هواره کړی چې خلکو ته د ریښتینو خدمتونو د سرته رسولو جوګه شی.

 درسنیو له لارې د خپرو شویو رپوټونو پربنسټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالو سازمان د سر منشی ځانګړى استازى تدامیچی یاماماتو هم د بشر ی حقوقو د نړیوالې ورځې او له فساد سره دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو جلاجلا پیغامونو کې په  افغانستان کې د بشری دحقوقو دتحقق او په هېواد کې له فساد سره د مبارزې په اړه د افغان حکومت هڅې ستایلې اوپردې یې ټینګار کړى چې افغان حکومت باید له خپلو هېواد پالو ، بشر دوستو اوسوله دوستو خلکو سره د پوره همغږۍ له مخې په دغه  هېواد کې له فساد سره د مبارزې او دغه راز د بشری حقوقو د تحقق لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړی او ورسره بوخت دې نه یوازې د بشری حقوقو د تېری کوونکو، بلکې په فسادونو کې د ښکېلو فاسدانو او زور واکانو د معافیت فرهنګ ته هم دپاى ټکى کېږدی.

ستره غوښتنه داده چې افغان حکومت دې د بشری حقوقو او دغه راز له فساد سره د مبارزې په مناسبت ددغه ډول نړیوالو ورځو له فرصتونو څخه په ګټې اخیستې  په هېواد کې د بشری حقوقو تېری کوونکی او په  فسادونو کې ښکیل عناصر ژر تر ژره په نښه کړی او ددغه ډول ناوړواو نادودو عملونو د ترسره کولو په تور دې وټکوی او د سختې جزا لپاره دې د عدالت منګولو ته وسپاری ، له دې لارې به افغانستان له دغه  ډول ملی خاینانو  اوجنایتکارانو څخه پاک کړی اوپه دې برخه کې  به خپل هېواد او خلکو ته د ریښتینو او سترو خدمتونو د سرته رسولو جوګه شی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید