روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشری حقونو د څار سازمان:  برېتانیا دې په افغانستان کې د خپلو کړنو حساب ورکړی

وروسته له هغه چې برېتانوی رسنیو راپور ورکړ ،چې د دغه هېواد کومانډو ځواکونو به په افغانستان کې د شپنیو عملیاتو پر مهال له یو بل سره په سیالۍ ملکی افغانان وژل، د بشری حقونو د څار سازمان ویلی، چې افغانستان کې د برېتانوی ځواکونو جنګی جرمونه خورا بوږنوونکی دی او باید هغه ځواکونه محاکمه شی ،چې د ملکی افغانانو په وژنه تورن دی. د دغه سازمان چارواکی زیاتوی چې برېتانیا باید د دې وژنو په اړه محکمې ته حاضره شی او د خپلو کړنو حساب ورکړی. دا سازمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې  تېره اوونۍ یو شمېر رسنیو راپور ورکړ ،چې د برېتانیا د کومانډو ځواکونو یوې ډلې په یوه میاشت کې په لسګونو بېګناه افغانان د عملیاتو پر مهال وژلی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید