د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې پرون ماسپښین د دغه ولایت له صنعتکارانو او سوداګرو سره په دې کتنه کې د دوى د امنیت، صنعتکارانو ته د پور د ورکړې د زمینې د برابرولو، د سړو خونو د ایجاد او د سنجددرې صنعتی پارک ته د پاملرنې په اړه د هغوى ستونزې او وړاندېزونه واورېدل. جمهوررییس له سوداګرو او صنعتکارانو څخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله مننه وکړه وې ویل، د پانګوالو او دولت همکاری د افغانستان د پرمختګ شرط دى. هغه زیاته کړه په قوانینو او مقرراتو کې راغلی بدلونونه د پانګونې په برخه کې د زیاتو ستونزو د حل لامل شوی.جمهوررییس غنی له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدونکو، پروسس کوونکو او صادرونکو ټولنې ایجاد کړې چې پور ورکولو ته زمینه برابره شی. جمهوررییس زیاته کړه، د افغانستان د برېښنا منظمه شبکه به تر ۱۸ میاشتو وصل او د فابریکو د برېښنا ستونزه حلېږی.د هېواد جمهوررییس وویل، هر سکتور چې خودکفایۍ ته ورسېږی د دولت په تدارکاتو کې ارزښت ورکول کېږی. هغه زیاته کړه: نړیوال بازارونه پرانیستل شوی او اوس اړتیا ده چې د محصولاتو پر معیاری کولو تمرکز وشی.