د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
پنځم خبر درنو پېرېدونکو، د حکومت او د افغانستان برېښنا شرکت د نوې رهبرۍ له ژمنې سره سم، ستاسې یوې اصلی غوښتنې ته د رسېدو په موخه د برښنا د لګښت بل یو میاشتنی شو. هغه کار چې په تېرو اوولسو کلونو کې نه و شوی. په لومړی ګام کې به د برېښنا دلګښت بل میاشتنی کېدل په کابل او وروسته په تدریج سره نورو ولایتونو کې پلی شی. پردې سربېره چې د بل میاشتنی کېدل د برېښنا شرکت مالی لګښتونه زیاتوی، خو د برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوی د استوګنیزو پېرودونکو په ځانګړی ډول د بېوزلو کسانو د ناوړه اقتصادی حالاتو په درک کولو سره دا لوی تصمیم ونیوه. له شک پرته د برېښنا لګښت بل میاشتنی کېدل به ددرنو پېرېدونکو لپاره د برېښنا د لګښت د کموالی ترڅنګ، د هېواد اقتصادی پرمختګ په برخه کې هم بنسټیز او حیاتی رول ولری. میاشتنی بل به له معمولی کچې څخه د پېرودونکو د برېښنا لګښت پنځوس سلنې ته را کم کړی. د برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوی په دې باور لری او ژمن دی، څو ټول افغانان ډاډمنې، دوامدارې او ارزانې برېښنا ته لاسرسی ومومی. پر همدې اساس، برېښنا شرکت په لومړی ګام کې د برېښنا د لګښت بِل له دوو میاشتو څخه یوې میاشتې ته بدلون ورکړ . د برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوی له ټولو درنو پېرودونکو په ځانګړی ډول د کابل له پېرودونکو غوښتنه لری ،څو له دې وروسته د خپلې برېښنا لګښت د ورکړې په برخه کې هېڅ ډول بې غوری ونه کړی.،ځکه د بِل میاشتنی کېدل د پېرودونکو برېښنا د لګښت د کموالی لامل کېږی او د برېښنا لګښت ورکول به د ټولو لپاره آسانه وی. د برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوی د ټولو نیمګړتیاوو او ستونزو په درک کولو سره هوډ لری ،چې ورو ورو په هېواد کې ټولو پېرودونکو ته د برېښنا خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ چټکه کړی. د افغانستان برېښنا شرکت به په بل ګام کې د یو شان تعرفې طرحه ترلاس لاندې ونیسی.