روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د برېتانیې لومړۍ وزیرې بیا په پارلمان کې ماتې وخوړه

د برىتانىا د پارلمان غړو له اروپایی ټولنې دغه هېواد د وتلو چارې تر ىوه حده پورې په خپل لاس کې واخىستې. اوس نو د پارلمان غړی د «پرته له تړونه وتلو» او «دوىمی ټولپوښتنې» په ګډون د برېکزېټ پر بدىلونو راى اچونه کوی.د برىتانىا د پارلمان غړو د دوشنبې په ورځ ناوخته د لومړۍ وزىرې ټرېزا مې، د تړون ترڅنګ د برېکزېټ لپاره د بدىلونو په اړه هم راى ورکړه. مې چې تر اوږدو مذاکراتو وروسته ىې له اروپایی ټولنې سره د برېکزېټ پر تړون موافقه کړې ده اوس ځکه په ستونزمن وضعىت کې ده، چې هم ىې خپل ګوند او هم اپوزېسىون د دغه تړون خلاف دى او تر اوسه ىې هغه دوه وارې په ډېر لوړ توپىر رد کړى دى.د دوشنبې ورځی پرېکړه د لومړۍ وزىرې ټرېزا مې لپاره نوې ماتې ده ځکه دې له دې مخکې د پارلمان غړو ته د دې حق نه و ورکړى چې د برېکزېټ پر بدىلونو راى اچونه وکړی. د نوې پرېکړې له مخې د پارلمان غړی څو انتخابونو ته په اصطلاح «مشخصوونکې راىې » ورکوی چې روښانه شی په پارلمان کې د کوم انتخاب لپاره ملاتړ شته.پارلمان به نن د چهارشنبې په ورځ د څو بېلابېلو انتخابونو لپاره غىر الزامی راىې ورکړی چې روښانه شی د کومو موضوعګانو، څومره ملاتړ موجود دى. که څه هم د هغو موضوعګانو نوملړ چې پرې راى اچونه کېږی لا روښانه نه دى، خو تمه کېږی چې دغه موضوعګانې په کې شاملې وې:د برېکزېټ ىا له اروپایی ټولنې څخه د برىتانىا د وتلو بهىر
په بشپړه توګه درول.

بله ټول پوښتنه د مې د تړون ملاتړ 

د «ناروې پلس» تړون ملاتړ چې برىتانىا ته د اروپا په واحد مارکېټ کې د پاتې کېدو امکان ورکوی بې تړونه له اروپایی ټولنې څخه
د وتلو ملاتړ

ىو خطرناک سنت : د ټرېزا مې حکومت وىلی چې د دوشنبې د ماښام راى اچونې د راتلونکې لپاره «خطرناک سنت» رامنځ ته کړى او ټىنګار ىې کړى چې د راى اچوونې پاىله باىد له اروپایی ټولنې سره د مذاکراتو وړ وی.په داسې حال کې چې له دې مخکې د مې کابىنې وىلی چې له استازو سره به ګډ کار ته دوام ورکړی، لومړۍ وزىرې ټرېزا مې روښانه کړې چې دا به د راى اچونی د پاىلو له مخې عمل کولو ته سل په سلو کې اړه نه وی، دا ځکه چې په اصطلاح «مشخصوونکې راىې» د حکومت لپاره الزامی نه وی.د برىتانىا د اپوزىسىون مشر جىرىمی کاربون، استازو ته د برېکزېټ د کنترول د په لاس کې نىولو له کبله مبارکی ورکړه او د دې موضوع په اړه یې د حکومت سىاست ناکامه وباله. د اروپا په پارلمان کې د برېکزېټ د چارو همغږی کوونکی ګی فرهوفشتاد، بىا وىلی چې د دوشنبې ورځې دراى اچونې پاىله د دې چانس رامنځ ته کوی چې په پارلمان کې د بېلابېلو ګوندونو غړی
ىوځاى کار سره وکړی.

«مشخصوونکو راىو» ورکولو طرحه په لومړی سر کې د محافظه پال ګوند دغړی اولىور لىتوىن، له خوا مطرح شوه او بىا ىې د بىلابىلو ګوندونو غړو ملاتړ وکړ. که څه هم حکومت د خپل ګوند غړو ته وىلی چې د دې طرحې پر ضد راىې ورکړې، خو لږ تر لږه ۳۰ محافظه پالو سىاستوالو د دې طرحې په حق کې خپلې راىې وکارولې.درېو وزىرانو استعفا کړې: له راى اچونې لږ مخکې رىچارد هارىنګتون، چې د سوداګرۍ وزىر و ، دنده پرېښوده. دوو نورو وزىرانو هم له حکومته استعفا کړې او د طرحې په حق کې ىې خپلې راىې کارولې دی.

ټرېزا مې اوس هم غواړی خپل تړون ته ملاتړ ومومی: لومړۍ وزىره ټرېزا مې غواړی د درېـىم ځل لپاره خپل تړون پارلمان ته وړاندې کړی،چې استازی ىې په حق کې راىې ورکړی. دا تړون له دې مخکې دوه وارې په لوړو اکثرىتونو رد شوى دى. هغې د دوشنبې په ورځ ومنله چې اوس هم په پارلمان کې د هغې د تړون لپاره کافی ملاتړ موجود نه دى.د برېکزېټ ضرب الاجل د نږدې کېدو په حال کې دى: تېره اوونۍ اروپایی ټولنې د برېکزېټ اصلی نېټه چې د مارچ مىاشتې ۲۹مه وه، وغځوله. اوس نو باىد برىتانىا د مې د تړون د نه تاىىدیدو په صورت کې د اپرېل په ۱۲مه له اروپاىی ټولنې ووځی. که استازی د لومړۍ وزیرې تړون ته مثبته راىه ورکړی نو برىتانىا به د مې مىاشتې په۲۲مه له اروپایی ټولنې ووځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید