روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د برېتانیا پخوانی وزیر: نړیواله ټولنه دې نور افغانان نه مجازات کوی

د برېتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېوېډ مېلبند په تازه څرګندونو کې ویلی: نړیواله ټولنه دې بیا ځلې افغانان نه مجازات کوی، بلکې لاسنیوی یې د وکړی.مېلبنډ دغه څرګندونې په مقاله کې کړې او ویلی یې دی، د وروستیو تحولاتو له امله افغانستان له سختو ستونزو سره مخ دی او د نړیوالو مسئولیت دی، چې د افغانانو لاسنیوی وکړی.نوموړی زیاته کړې، په اقتصادی فشارونو، ګواښونو، بندیزونو او بې پروایۍ دې نړیواله ټولنه افغانان بیا ځلې نه مجازات کوی.دی وایی: په افغانستان کې باید اقتصاد بېرته فعال شی، نړیواله ټولنه دې خپلې مرستې ډېرې کړی او تر څنګ یې دې له نوی حکومت سره د خبرو له لارې تعامل ته ادامه ورکړل شی. مېلبین ټینګار کوی ، چې افغانان باید مجازات نه شی ،بلکې برعکس له دې وګړو سره دې مرستې وشی او د بېوزلۍ د پراختیا اساسی مخنیوی دی وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید