روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د برېتانیا پاچاه: د خپلو خلکو لپاره هر راز خدمت ته چمتویم 

د برېتانیا پاچاه درېیم چارلز د ملکې الیزابت له مړینې وروسته په خپله لومړۍ وینا کې وویل ،چې د خپلې مور لارې ته به دوام ورکړی.چارلز چې د سپټمبر په ۸مه د خپلې مور له مړینې وروسته د برېتانیا پاچاه شو، وویل، چې د خپلو خلکو لپاره هرراز خدمت ته چمتو دی.د راپورونو له مخې، ملکې دوهمې الیزابت په ۱۹۴۷ م کال چې ۲۱ کلنه وه، په خپله وینا کې ویلی وو، چې د برېتانیا او د ټولګټو هېوادونو خلکو ته خدمت غواړی. نوموړې له اویا کلنې واکمنۍ وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ مړه شوه.تمه ده چې د هغې مړی به له سکاټلنډه لندن ته ولېږدول شی ،خو په دې اړه چې کله به خاورو ته سپارل کېږی، تراوسه څه نه دی ویل شوی.په پام کې ده چې د ملکې الیزابت د خښولو په مراسمو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران هم برخه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید