د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د برازیل په یوه محبس کې د ۴۰ بندیانو مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې زندۍ شوی وو.د امازون ایالت د محبسونو ادارې ویلی، چې دا بندیان وړمه ورځ د امازون په ځنګلی ښار ماناوس کې هغه مهال ووژل شول چې وضعیت یې د پولیسو له ادارې ووت. له دې مخکې په دې محبس کې د بندیانو د سیالو ډلو په جګړه کې پنځلس کسان وژل شوی وو. د برازیل حکومت دې سیمې ته د فدرال ځواکونو ځانګړې قطعې استولې ،چې وضعیت کنټرول کړی.