روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( د بدخشان په کران‌ومنجان ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوی ))

د بدخشان چارواکی وایی، شپږ وسله‌وال د دې ولایت د کران‌ومنجان په ولسوالۍ کې وژل شوی دی.د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحانی وایی: د طالب وسله‌والو ډلې د تېرې یکشنبې په شپه د نورستان ولایت څخه د کران و منجان ولسوالۍ پر ځینو سیمو برید وکړ، چې د امنیتی ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.ده زیاته کړه: (( طالبانو له څو خواوو څخه تهاجمی بریدونه پیل کړل، چې د امنیتی ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول. مرګ‌ژوبله هم وراوښتې چې شپږ وسله‌وال وژل شوی او ۱۰ ‌یې هم ټپیان شوی دی.))د بدخشان د پولیسو ویاند وویل، چې په دې برید کې امنیتی ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه‌دی ویلی، خو له خپله اړخه‌یې د افغانستان په څو سیمو کې پر افغان امنیتی ځواکونو د بریدونو او مرګ‌ژوبلې د وراړولو ادعاوې کړې دی.د کران‌ومنجان ولسوالۍ د بدخشان ختیځ کې د ډیورند کرښې ته څېرمه پرته ده چې د نورستان، پنجشېر او تخار ولایتونو سره شریکې پولې لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید