روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بدخشان واخان ولسوالۍ ته د ژمنیو مرستو د انتقال د څرنګوالی په اړه غونډه وشوه

د کابینې د پریکړې پر بنسټ پامیرونو ته د ژمنیو مرستو د خوراکی او غیر خوراکی توکو د لیږدولو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوری او د وزارت د سرحدی بررسیو معین شېخ محمد قاسم خالد د لوی او واړه پامیر له مشرانو او نماینده ګانو سره د توکو د لیږد پر څرنګوالی مشورتی ناسته تر سره کړه.د سرحدونو، .قومونو او قبایلو چارو وزارت تر سرپرستی لاندی  پېښو ته د رسېدو، د ملی دفاع، مخابراتو، عامې روغتیا، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو ته دنده سپارل شوې وه چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته د ژمنیو مرستو د لیږدولو تر څنګ لاندې کړنې ترسره کړی:

  • د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د یو کنډک ځای پرځای کول
  • د مخابراتی شبکو آنتنو نه نصبول
  • د روغتیایی مرکزونو جوړول او درمل ور لیږل
  • ځایی اوسیدونکو ته د ژمنیو مرستو رسول
  • دښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو جوړول
  • د مسجدونو جوړول
  • دمالیې وزرات په مرسته تر پامیره د سړک د پاتی برخو جوړول.

د یادونې وړ ده چې پامیریان هر کال په ژمی کې د ژمنیو توکو له نشتون او د پرله پسې واورو له امله له مرکز سره ددوی د لارې د بندېدو له ستونزو سره مخ وی،  سږ کال پامیریانو ته د اسلامی امارت له لوری د ژمنیو او خوراکی توکو انتقالول یو بې ساری نېک ګام اوزیری دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید