روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د باطل په وړاندې د حق غوښتنې رښتینې مبارزه

ش،  شاهین

له شک پرته که چېرې واقعاً داسلامی نړۍ ځلانده تاریخی پړاوونو ته نظر واچوو، داحقیقت په رښتینې توگه ترسترگو کېږی چې اصحابو کرامو،  امامانو او مسلمینود کفارو اومشرکینو په وړاندی سرښندونکې مبارزی کړی، مالی اوځانی زیانونه یې زغملی او د اسلام دسپېڅلی دین په لاره کې هم په بشپړه رښتینولۍ او مېړنتوب جنگېدلی او شهیدان شویدی، چې روښانه بېلگه یې په ۶۱ هجری قمری کال د باطل په وړاندی د کربلا په جگړه کې د حضرت محمد مصطفی (ص) د لمسی حضرت امام حسین (رض) مظلومانه شهادت دی، چې د عاشورا په ورځ یې ځان قربانی کړ،  البته په دې ورځ دکربلا سپهسالار حضرت امام حسین (رض) پرباطل د حق د برلاسی کولو لپاره په مبارزه کې له خپلو(( دوه اویا )) تنو یارانو سره یوځای د شهادت جامونه وڅښل که څه هم حضرت امام حسین (رض) له ځلمیتوب څخه په دې پوهېده چې داسلام مبارک دین دحق اوعدالت دین دی او حضرت امام حسین (رض) ددغه سپېڅلی دین د زیاتو ښیگڼو خلکو ته تبلیغ کاوه او داسلام اود خپلو نیکونو او کورنۍ د دښمنانوله نارواوو څخه ډېراندیښمن و، خوکله چې یزید بن معاویه سلطنت ته ورسېد، نو په نامطلوبه توگه یی داسلام احکام د ټولنې په منځ کې خلکوته وړاندې کول اوداسلام له مبین دین څخه یې دخلکو د لرېوالی،  ټوټه ټوټه کېدو اوله منځه تللو شومې هڅې کولې چې په دې باب هره ورځ ډله ډله خلک حضرت امام حسین (رض) ته دشکایت لپاره ورتلل اویزید بن معاویه هم له امام حسین (رض) څخه د بیعت غوښتنه کوله،  خو دغه حضرت پرباطل د حق د برلاسی په لاره کې مبارزې ته په سرښندونکې توگه چمتوو اوبالاخره حضرت امام حسین (رض) دخپلو پلویانو په وړاندی په کربلاکې د حق او حقیقت د سپېڅلې مبارزی لپاره اوږدې ویناوې وکړې او هغوی ته یې خپل هدفونه څرگند کړل اودایې هم ورته وویل: هغه څوک چې نه غواړی د حق په لاره کې په شهادت ورسېږی،  نوکولای شی چی د شپې په تیاره کې چې څوک یې ونه وینی له دی ځایه ولاړ شی،  خوکله چې شپه شوه،  نو گڼ شمېر خلک چی ایمان او عقیده یې کمزورې وه دحضرت امام حسین (رض) له لیکو څخه په هماغی شپه تللی وو او یوازی دوه اویا تنه داسلام دسپیڅلی دین پتنگان چې دپیاوړې عقیدې او بشپړ ایمان خاوندان وو دهغه حضرت په خواکې دیزید دلښکرو په وړاندی په ډېرې مېړانې سره ترهغه وخته وجنگېدل، ترهغو چې یی د ۶۱ هجری قمری کال د محرم الحرام میاشتې په لسمه نېټه دشهادت جامونه وڅښل،  نودغه ورځ له پېړیو څخه راپه دېخوا د نړۍ د مسلمانانو له خوا په ځانگړو مراسمو نمانځل کېږی او په دې توگه داسلام د ژغورنی او د حق او عدالت په لاره کې دهغه دفداکارۍ،  سرښندنې او ځان تېریدنې یادونه کوی مسلمانان په دې ورځ دقرآن عظیم الشان تلاوت او ختمونه،  خیراتونه،  نفلی لمونځونه،  دعاگانی،  موعظې او نصیحتونه کوی،  روژې نیسی او همداسې نور نېک کارونه او د ثواب عملونه ترسره کوی او هم یې په یاد غونډی جوړوی،  ترڅو په دی ډول یې په ښه توگه دحضرت امام حسین (رض) او دهغه دپلویانو دمظلومانه شهادت دورځې نمانځنه کړې وی،  ځکه که چېرې دحق په لاره کې دحضرت امام حسین (رض) اودهغه دیارانو دغه سرتېریدنه او فداکاری چې د اسلام له لارې څخه د وتلی او بېلارې شوی ظالم یزید او یزیدیانو په وړاندې یې کړی،  که یې نه وای کړې،  نوله شک پرته چی هېچاته د ظلم،  بې عدالتۍ،  بې لاریتوب او دباطل په وړاندې به یې د مقاومت،  مبارزې او دقیام جرئت نه شوای کولای،  له همدې امله دغه دعاشورا ورځ پرباطل د حق دبریالیتوب دتاریخی ورځې په نامه هم یادېږی.

همداراز ددینی علماوو له قوله هم ویل شوی،  چې داسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) د خپل حیات په وخت کې د امام حسین (رض)شهادت ته اشاره کړیده او هغه یې د جنت اهل او سیدالشهدا بللی دی.د باطل په وړاندې د هغه د مبارزې له پلوه دغه ورځ پر شمشېر د وینې د بریا،  د حق د تر پښو لاندې کېدوپه خاطر د ظلم په وړاندې د اعلی کلمه الله رښتینې مبارزه او له اسارت څخه شهادت ته ترجېح ورکول دی.دغه ورځ مسلمانانو ته ښیی چې د ظلم،  بې عدالتۍ او نارواوو په وړاندې باید مبارزه وشی.همداشان مبارزه او دژوند لاره د رسول الله مبارک له اهلی بیت څخه زده کړی.د حق غوښتنې،  د رښتینې مبارزې او اسلامی اخوت لپاره دا د کربلا د قیام تاریخی درس او روښانه پیغام دی،  نو پاک خدای (ج) دې د کربلا د حماسې دشهیدانوپه څېرد اسلام د سپېڅلی دین دلارې د شهیدانو روح تل ښاد او فردوس جنت دې ور په نصیب کړی او د دوی له برکته دې په افغانستان کې پوره اسلامی نظام پلی کړی او نېکمرغه او با عزته سوله دې د افغان ولس په برخه کړی.

 

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید