د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
۱۳۰ کاله مخکې په پاریس کې د اېفل برج جوړ شو. نن دغه برج د فرانسې د پلازمېنې سمبول او نښه ګڼل کېږی، خو کله چې د دغه برج د بنسټ ډبره اېښودل کېده، په هغه وخت کې له سختو نىوکو سره مخامخ او ډېر بد پرې ووىل شول.
سىلانىان راجلبوی:
د اېفل برج د ۱۸۸۹ م کال د مارچ مىاشتې په ۳۱ مه د فرانسې په پلازمېنه پارىس کې د «شان دو مارس» د مىدان په شمال لوېدىځه څنډه کې جوړ شو او هر کال ۷ مىلىونه سىلانىان له دغه ځایه لىدنه کوی. دا په نړىواله کچه د سىلانىانو لپاره تر ټولو جذاب د معمارۍ اثر ګڼل کېږی.
فوق العاده بناء
د اېفل برج له ۳۰۰ متره لوړوالی سره د پرانىستې پر مهال د نړۍ تر ټولو لوړه بناء ګڼل کېدله. په ۱۸۹۹م کال کې د نړىوال نندارتون په توګه د دغه برج د جوړېدو چارې بشپړې شوې. په پىل کې ټاکل شوې وه چې برج به ۲۰ کاله وروسته وىجاړ شی، خو د برج په لوړه نقطه کې د پوځی رادارونو او هواپېژندنې د دستګاوو د نصبېدو له امله د برج نړول وځنډول شول.
حىرانوونکې زړورتىا
فرانسوی انجنیر او معمار ګوستاو اېفل، د دغه برج د اووه اعشاریه آته مىلىونه فرانکه لګښت ىوه لوىه برخه پر خپله غاړه واخىستله. نوموړی همدارنګه د ىوه نړىوال نندارتون په توګه د دغه برج د پرانىستې د مراسمو لګښت پر غاړه واخىست، خو په ډېر لوړ شمېر کې د سىلانىانو د راتګ له امله په هماعه لومړی کال ده ته لګول شوې پیسې بېرته ورکړل شوې.
کوچنۍ ټوټې:
د دغه برج په جوړولو کې د وسپنې له ۱۸ زره ټوټو ىا مىلو او د ۱۰۰۱۰ ټنو په وزن له ۲ مىلىونه او ۵۰۰ زرو مېخونو څخه استفاده شوې ده. په هرو اوو کلونو کې ىو وار باىد دغه مېخونه رنګ او غوړ شی. د دغه برج رنګول په مجموع کې ۱۸ مىاشتې وخت نىسی.
د اېفل برج د جوړولو چارو شاوخوا دوه کاله او دوې مىاشتې وخت ونیو.
ملی نښه
هره شپه ۲۰ زره څراغونه په مختلفو وړانګو سره دغه برج روښانه کوی. همدارنګه د اېفل برج له مختلفو پېښو سره، ځانګړی رنګونه خپلوی. د فرانسې ملی ورځ (دجولاى ۱۴)مه د مشهور فرانسوی هنرمند جانی هالىدی او په فرانسه کې د ۲۰۱۶م کال د ترهګرىز برىد پر مهال دغه برج د فرانسې د بىرغ په رنګونو روښانه کړاى شوى و.
د اېفل برج فتح کول
په غرنىو سىمو کې د باىسکل ځغلونې لوبغاړی فرانسوى فرګوسن هوګو رىشار، د آلپ غره ختونکی او موټر سىکل ځغلونکی ټول د ىوه نوی رىکارډ د ټىنګولو لپاره د اېفل برج سر ته د ختلو هڅه کوی.
د ځمکې او آسمان ترمنځ
کله چې د اېفل تر ټولو لوړې نقطې ته رسېږئ، داسې احساسوئ لکه د پارىس ښار پر سر چې ولاړ ىاست. د ټولې نړۍ په کچه
سىلانىان د داسې منظرې د لىدلو لپاره د زىنی پر ۱۷۰۰ پټه پاىو پورته کېږی او ىا هم هلته د پنځو لفتونو په مرسته ځانونه د برج لوړې نقطې ته رسوی.
د Printemps په نامه د پلورنځی ىا مغازې بام، لىدونکی او سىلانىان د اېفل ښاىسته منظرې لىدلو ته رابولی.