روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې د سوریې د سولې د خبرو د نوی پړاو له پیلېدو مخکې وړمه ورځ دمشق ته تللى و. د محمد جواد ظریف او ولسمشر بشار الاسد ترمنځ د سولې د خبرو د هغه نوی پړاو په اړه چې راتلونکې اوونۍ په استانه کې جوړېږی او د تهران او دمشق ترمنځ د پرله‌پسې همکارۍ د دوام او ارزښت په اړه، خبرې وشوې.د سوریې د سولې په اړه د استانې خبرې د ایران او روسیې چې د بشار الاسد ملاتړ کوی او ترکیه، چې د یاغیانو ملاتړ کوی له‌خوا پر مخ بیول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید