د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ایران دولتی تلوېزیون او سیالو کاندیدانو پرون د ولسمشرۍ کاندید ابراهیم رییسی ته د بریا مبارکی وویله.که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون اندازه کمه ښوول شوې او د رایو شمېرل روان دی، وړمه ورځ د ټاکنو هم اټکل دا و چې ۶۰ کلن ملا او د قضاییه قوې مشر ابراهیم رییسی به د دغو ټاکنو ګټونکی اعلامېږی.د ولسمشرۍ کاندیدانو عبدالناصر همتی او محسن رضایی میرقاید، ابراهیم رییسی ته په ټاکنو کې د بریا مبارکی ورکړې ده.انتخاباتی چارواکو او دولتۍ رسنیو تر غرمې مخکې ووییل ،چې ابراهیم رییسی تراوسه د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ۶۰ سلنه رایې ګټلې دی.که څه هم چارواکو په مشخص ډول نه دی وېیلی، چې څو رایې کارول شوی، خو وېیلی یې دی چې ډېرې رایې شمېرل شوی دی.د نهایی نتیجو اعلان ښایی څو ورځې وخت ونیسی.