روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوکراین پر زاپوریژیا اټومی بټۍ ۱۲چاودنې شوی

د اوکراین پر زاپوریژیا اټومی بټۍ، چې د روسی پوځیانو په کنټرول کې ده، د توپ د بریدونو په پایله کې وړمه ورځ ۱۲ چاودنې شوی دی.د اټومی انرژۍ نړیوالې ادارې له دغو چاودنو وروسته شدید خبرداری ورکړ. د اټومی انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس رافایل ګروسی د یو ستر اټومی ناورین په باب د خبرداری ورکولو په ترڅ کې وویل: له اور سره مه لوبېږئ.روسیه او اوکراین یو بل په دې تورنوی ،چې پر ژاپوریزیا یې د توپونو حملې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید