روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوکراین د اټومۍ بټۍ د مشر خوشی کېدو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د اټومی انرژۍ د څار ادارې، له روسیې د اوکراین د تر ټولو لویې اټومۍ بټۍ د مشر د خوشی کېدو غوښتنه وکړه.راپورونه وایی: ایهور موراشوف د روسیې د پوځ له خوا نیول شوی دی.د ملګرو ملتونو د اټومی انرژۍ د څار ادارې مشر رافایل ګروسی وړمه ورځ دا غوښتنه داسې مهال وکړه، چې موراشوف له زاپوریژیا اټومی بټۍ د اینرهودار ښارګوټی پر لوری د تګ په حال کې ونیول شو.د اوکراین یوې دولتی ادارې چې پر اټومۍ بټۍ څار کوی، ویلی د اټومی بټۍ دغه مشر یوه نامعلوم لوری ته بېول شوی دی.رافایل ګروسی هیله ښوولې چې ایهور موراشوف به ډېر ژر په خوندی ډول خپلې کورنۍ ته ستون او د زاپوریژیا اټومی بټۍ د فعالیت د دوام لپاره خپل مهم کار ته دوام ورکړی.روسی چارواکو د دې پېښې په باب تبصره نه ده کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید