د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د اورګاډی پټلۍ د رغنیزو چارو د پیل په موخه نن (سه شنبه) د ازبکستان په ترمز ښار کې دری اړخیزه غونډه جوړېږی. ټاکل شوې په دغه غونډه کې به د اورګاډی پټلۍ د رغاونې په چارو کې د هر هېواد مسوولیتونه په ډاګه شی. د افغانستان د وسپنۍ پټلۍ ادارې رییس ویلی، د مزار، کابل، پېښور د وسپنې پټلۍ د رغنیزو چارو د پیل لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او د کورنیو چارو وزارت یې د امنیت د ټینګولو لپاره مکتوبی ژمنه کړې ده. دی وایی، تمه ده چې ازبکستان به د یادې پټلۍ رغنیز کارونه د هغه هېواد له نائب آباده تر مزار او سمنګانو پورې را وغځوی او پاکستان به هم خپلې برخې کار ته له پېښوره تر جلال آباد پورې ادامه ورکړی. د وسپنې پټلۍ ادارې د پلان پر بنسټ، د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د وسپنې پټلۍ به له مزار، سمنګان، پلخمری، کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو له لارې تر پېښوره پورې رسېږی. د کورنیو چارو وزارت وایی د دې پروژې د امنیت د ټینګولو مسوولیت د عامه ساتنې تصدۍ ته سپارل شوې او ۴۰۰۰ ساتونکی ورته ګومارل شوی دی.