روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوبو له ډېرېدو سره د سلما بند درې توربینونه فعال شوی

هرات کې ځایی چارواکی وایی، چې د وروستیو اورښتونو له کبله د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند کاسه ډکه شوې چې له کبله یې د دغه بند درې غیر فعال توربینونه بیا فعال شوی دی. ویل کېږی چې د سلما بند د یادو توربینونو په فعالیدو سره ۴۰ مېګاواټه اضافی برېښنا د هرات شبکې ته داخله شوې ده. د یادونې وړ ده چې د تېرو دوو کلونو وچکالیو له کبله په سلما بند کې د برېښنا د تولید کچه د پام وړ راکمه شوی وه او د دغه ولایت د اړتیا لویه برخه د ترکمنستان او ایران له وارداتی برېښنا پوره کېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید