روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اندونیزیا د فوټبال په لوبغالی کې ۱۷۴ تنه مړه شوی

د اندونیزیا د جاوا د فوټبال په لوبغالی کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۷۴ تنه مړه شوی دی.چارواکو پرون وویل: دا پېښه هغه مهال وشوه چې پولیسو د بلواکوونکو خلاف له اوښکی بهیدونکی ګازه کار واخیست.په دې پېښه کې لږترلږه ۱۸۰ تنه نور ژوبل شوی دی.د جاوا د ختیځې برخې د پولیسو یوه چارواکی نیکو افینتا ویلی، چې پولیسو وروسته له دې له اوښکی بهیدونکی ګازه کار واخیست چې په لوبغالی کې ګډوډی پیل شوه او له کبله یې د نندارچیانو په ګڼه ګوڼه کې ځینې کسان تر پښو لاندې شول او د ځینو نورو سا بنده شوه.د ده په وینا په دې پېښه کې دوه پولیس هم مړه شوی دی.د افینتا په وینا، ۳۴ تنو په لوبغالی کې او نورو په روغتون کې سا ورکړې ده.د اندونیزیا د فوټبال فدراسیون ویلی چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې او دې پېښې د اندونیزیا د فوټبال تصویر خراب کړی دی.د اندونیزیا د فوټبال غوره لیګ له دې پېښې وروسته د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید