روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکو لومړی شمېر اعلام کړ

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ  په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمېر په اړه رسنیو سره تازه معلومات شریک کړی، چې له مخې یې د تېرې شنبې په ورځ په ټاکنو کې نږدې دوه میلیونو او اوه سوو زرو کسانو  خپلې رایې کارولی دی.د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو کمیشنر مولانا محمد عبدالله وویل، چې د ټاکنو په ورځ په ۳۴ ولایتونو کې ۶۸۶ مرکزونه، چې ۳۰۱۸ محلونه کېږی تړلی پاتې شوی وو.د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی، چې د تېرې شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې نږدې دوه میلیونه شپږ سوه پنځه نوی زره او ۸۹۰ رایې ورکوونکو د رایې اچونې په څلور زره او ۶۸۴ مرکزونو کې خپلې رایې کارولی دی.د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې د رایې اچوونکو شمېر دوه میلیونه پنځه سوه پنځه نوی زره او ۴۴۵ تنه ښودلی وو، چې د ټاکنو په ورځ یې په څلور زره ۳۸۴ مرکزونو کې خپلې رایې کارولې وې.د بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی: له ولایتونو څخه کابل ته د حساسو ټاکنیزو موادو لېږد پیل شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید