روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د انتخاباتو کمېسیون:‌ د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر وړاندې خنډ نه ‌شته

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ټاکل شوې ورځې ته پنځه نىمې مىاشتې پاتې دید انتخاباتو خپلواک کمېسىون وایی: د راتلونکی کال د وری مىاشتې په ۳۱مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو پر وړاندې کوم لوى خنډ نه‌وىنی.افغان ولسمشر اشرف غنی او د انتخاباتو کمېسىون دواړو ټىنګار کړى، چې د راتلونکې وری مىاشتې په ۳۱مه به د ولسمشرۍ ټاکنې وکړی.ولسمشر محمد اشرف غنی چې د سې شنبې په ورځ ىې په کابل کې د ناټو د عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ سره په غونډه کې خبرې کولې ووىل: پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو کې شک نه‎شته.نوموړى وایی:(( ىو ټکى باىد څرګند وی. د ولسمشرۍ انتخابات په اعلام شوی وخت ترسره کېږی. که ځینو کسانو مخکې شک درلود او د پارلمانی ټاکنو په برخه کې خبرې او ابهام موجود و، اوس باىد ورته د انتخاباتو په ترسره کولو کې د افغان حکومت اراده ثابته شوې او پهدې برخه کې باىد شک ونه‌اوسی.)) د انتخاباتو خپلواک کمېسىون هم وایی: ټاکل شوی مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدو ته هر ډول چمتووالى لری.د دې کمېسىون غړی او وىاند سىد حفىظ‌الله هاشمی وایی:  دوى د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د نوىو سىستمونو کارول تجربه کړل.ښاغلی هاشمی همدارنګه د ىو شمېر ننګونو ىادونه وکړه، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسىون به ورسره د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهىر کې مخ شی.هغه زىاته کړه: (( ىو خو د وری تر مىاشتې په افغانستان کې هوا سړه ده، طبعاً دا به د انتخاباتو په لاره کې د کمېسىون لپاره ىو چلنج وی. د موادو انتقال، د کارمندانو انتقال، د نوم ثبتولو مسئله او د روزنې او ټرېننګ مسئلې هغه څه دی ، چې په سړه هوا کې ښایی ورسره ستونزې ولرو.)) د تلې په ۲۸مه د ولسی جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو پر مهال امنىت لوىه اندېښنه وه، خو اوس د انتخاباتو کمېسىون وایی: د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د امنىتی ستونزو په اړه ډېره اندېښنه نه‎لری، ځکه دا انتخابات د ژمی له تېرېدو سمدستی وروسته ترسره کېږی.د افغانستان د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د تقلب او درغلىو ادعاوې د دې سبب شوې، چې د امرىکا متحده اىالتونه کابل ته د بهرنىو چارو د وزىر په استولو د هغه وخت د مخکښو کاندىدانو اوسنی ولسمشر محمد اشرف غنی او اوسنی اجرائىه ریىس عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړى وکړی، چې په نتىجه کې ىې د ملی ىووالی اوسنى حکومت رامنځته شو.اوس چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پنځه نىمې مىاشتې پاتې دی، ىوازې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وىلی ،چې په راتلونکو انتخاباتو کې به بىا ځان کاندىد کړی.د افغانستان نور سىاسی شخصىتونه، ګوندونه او سىاسی ائتلافونه هم په دې ورځو کې په خپلو بحثونو بوخت دی او تمه کېږی ، چې په نږدې اوونىو کې به نور کسان د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندىدانو په توګه رامخې ته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید