روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو د راټولولو ملی مرکز پرانیست

د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د کارول شویو راىو د راټولولو ملی مرکز پرانیستل شو.د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون ریىس عبدالبدىع صىاد د چهارشنبې په ورځ د مدنی ټولنو او سىاسی ګوندونو د استازىو او خبرىالانو په حضور کې د ىاد مرکز د پرانیستلو پر مهال ووىل: د دغه مرکز د ثبت په ماشىنونو کې به، د راىو ورکولو د شاوخوا ۲۱۰۰۰ محلونو لېستونه ثبت، سکن، په دقىقه توګه ارزىابی او هر ډول تېروتنه، نېمګړتىا او درغلۍ به په کې روښانه او ىوه واقعی راى به هم ضاىع نه‌شی،ښاغلی صىاد زىاته کړه: (( په لومړی قدم کې د ىوه ګروپ له‌خوا پرته له دې چې پوه شی دا لېست چا رالېږلى کتل کېږی او دوهم ګروپ ته ځی. درېىم ګروپ د لومړی او دوهم ګروپ سکن شوې پاڼې وىنی، که توپىر په کې وو، بېرته رىجکټ کېږی. موږ ډېره هڅه کړې ،چې انسانی مداخله په کې صفر ته ټىټه کړو.)) د صىاد په خبره د راىو د راټولولو دا ملی مرکز به معلومه کړی ،چې په کومو محلونو کې له ټاکلی شمېرې ډېرې راى کارېدلی او هغه به باطلې اعلام شی.ده ووىل: اوس‌ ورته د کابل، پروان او پنجشېر د ولاىتونو لېستونه رسېدلی او ارزىابی به ىې پىل شی.ښاغلی صىاد ووىل: له ولسوالىو نه د ۳۲ ولاىتونو مرکزونو ته د انتخاباتی پاڼو د لېږد لړۍ پىل شوې، د ولاىتونو په انتخاباتی کمېسىونونو کې به له شمېرلو وروسته، د انتخاباتو مرکزی کمېسىون ته ورسېږی او لومړنی نتاىج به ىې د لړم په ۱۹مه اعلام شی.د ولسی جرګې انتخابات د غزنی او کندهار له ولاىتونو پرته، د ۳۲ ولاىتونو په شاوخوا ۲۱۰۰۰ محلونو کې د تلې په۲۸ مه و شول.د انتخاباتو د څار ځىنې بنسټونه وایی: د انتخاباتو خپلواک کمېسىون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړى و، خو د انتخاباتو په ورځ ولىدل شول چې ډېرې دغه ژمنې عملی نه شوې.د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ىا د فىفا اجرائىوی ریىس ىوسف رشىد ډېر باوری نه دى، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسىون به دغه پروسه سمه ترسره کړی وی: نوموړى وایی:((که دوى بىا هم اشتباه وکړی او ونه توانېږی چې کارونه سم مدىرىت کړی، د ټاکنو منل به سخت وی. دوى ټوله پروسه په باىو مىټرىک پوښلې نه‌ده. د دوى چلند له دغو قضىو سره موږ اندىښمن کړی ىوو ،چې خداى مه کړه چې اصلی رأى باطلې او متقابلې راى په سىستم کې حساب شی.))د انتخاباتو خپلواک کمېسىون وایی: په ډېر لږو محلونو کې باىومىټرىک سىسټم غىر فعال و، خو انتخابات په کې د سىاسی ګوندونو ، مدنی ټولنې او نورو څارونکو په مشوره او پرىکړه ترسره شوی او اسناد به د راىو د ټولو په ملی مرکز کې و ارزول شی.  خان محمد سىند

ممکن است شما دوست داشته باشید