د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملګرو ملتونو امنیت شوراد پنجشنبې په ورځ د چین او روسیې په غوښتنه پرانیستې غونډه کوی، چې پهکې به د امریکا لهخوا د کروز توغندی په ازمایښتی توغولو بحث وشی. امریکا دا ازموینه د اګسټ په ۱۹مه وکړه.د روېټرز خبری اژانس وایی: د روسیې په غوښتنه کې راغلی چې دا غونډه (( د امریکایی چارواکو د هغو بیانونو په اړه ده، چې وایی پلان لری د منځنی واټن وېشتونکو توغندیو ته پراختیا ورکړی او ځای پر ځای یې کړی.))په دې اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د درى لسیزو زوړ تړون د دې میاشتې په لومړیو کې مات شو.