روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ : امرىکا په لومړی ځل په افغان جگړه کې زىات پرمختگ کړى

د امرىکا د متحدو اىالتونو جمهور ریىس دونالډ ټرمپ وىلی ، چې هېواد ىې له کلونو وروسته په لومړی  ځل په افغانستان کې ډېر پرمختگونه کړی دیجمهور ریىس ټرمپ چې سه شنبه (جولاۍ ٢۴) ناوخته ىې د مىزوری اىالت په کنزاس ښار کې امرىکاىی پوځىانو ته چې په بهرنىو جگړو کې ىې برخه اخىستې خبرې کولې ووىل: (( د افغانستان په جگړه کې پر امرىکاىی پوځىانو د غىر ضروری محدودىتونو لغوه کول د هغه هېواد په جگړو کې د پرمختىا له عمده لامىلونو څخه دی. ))ښاغلی ټرمپ ووىل: ((موږ په افغانستان کې د خپلو جنگی سرتېرو پر وړاندې غىر ضروری محدودىتونه لرې کړل. هغوى چې زموږ د هېواد لپاره ځان او د بدن غړی له لاسه ورکوی د جنگی قواعدو وړتىا لری ، ترڅو بالاخره داسې فرصت ترلاسه کړی چې دښمن ته ماتې ورکړی. موږ د لومړی ځل لپاره له اوږدو کلونو وروسته په افغانستان کې زىاتې پرمختىاوې درلودلی دی.))د امرىکا جمهور ریىس په داسې حال کې د افغانستان د جگړې د پرمختىا په اړه څرگندونې کړی ،چې داعش ډلې او وسله والوطالبانو پر ضد د امرىکاىی قواو بمبارىو په بېساری توگه زىاتې شوې دی.د خپرو شوىو شمېرو له مخې، په روان کال کې د ډرون په گډون امرىکاىی جنگی الوتکو ٢٩١١ راکېټونه او بمونه په افغانستان کې د داعش په گډون د افغانستان د دولت ضد ىاغىانو پر مورچلو استعمال کړی دی.ددې رپوټ له مخې د ٢٠١٧ م کال په لومړىو شپږو مىاشتو کې په افغانستان کې د سخت درىځو پر مرچلو ١۶٣۴ راکېټ او بمونه توغول شوی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید