د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د امریکا پوځ وایی، وړمه شپه یې په میدان وردګو کې د طالبانو هدف په نښه کړی دی.په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال سونی لیګیت پرون پر ټوېټرپاڼه لیکلی(( امریکایی ځواک وړمه شپه د وردګو په نرځ ولسوالی کې د افغان ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو د دفاع لپاره او د امریکا – طالبانو د موافقې پر اساس پر هدف برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۵ طالبان ووژل شول. موږ د بېګناه افغانانو د وژلو او د موافقې د سرغړونې ادعاوې ردوو.))دا په وروستیو کې دویم ځل دی، چې امریکایی پوځیان د طالبانو پر هدفونو بریدونه کوی.تر دې وړاندې د امریکا پوځ د لشکرګاه ښار په شاوخوا کې پر هغو طالبانو هوایی بریدونه وکړل، چې غوښتل یې دا ښار ونیسی.د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس طالبان باید پر ښارونو او لویو اډو بریدونه ونه کړی خو طالبانو په وروستیو کې د لشکرګاه او فیض اباد ښارونو د نیولو هڅې وکړې. دې ډلې په نیمروز کې د ملی اردو پر یوې اډې په برید کې تر ۳۰ ډیر سرتېری شهیدان کړل.