روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا له نوی حکومته د څه تمه کېدای شی؟

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو له ګټونکی جوبایډن څخه د امریکا د ملت او نورو هېوادونو هیلې ډېرې دی، دا هیلې هله مړاوې شوې، چې پخوانی ولسمشر ټرمپ له نړۍ سره پر خپله پالیسۍ له سره کتنه وکړه، د بېلګې په توګه له اروپایی ټولنې سره اړیکې سستې شوې، د ناټو ټلوالې او دغه راز روغتیا نړیوال سازمان لپاره بودیجه یا کمه شوه او یا هم پرې په چرلټه توګه بنده شوه. له چین سره هم سوداګریزه جګړه پیل شوه، د منځنۍ اسیا او منځنی ختیځ لپاره هم پالیسی بدله شوه، په همدې توګه د ترهګرۍ پرضد داسې مبارزه ونه شوه، چې له امریکا یې تمه کېده، برعکس د ترهګرۍ ملاتړی هېوادونه لا پسې سره یو موټی شول او په ښکاره یې د ترهګرۍ ملاتړ ته زور ورکړ. د بېلګې په توګه روسیه یادوو، چې د امریکا یوازېنۍ ستره دښمنه او رقیبه ده، همدا شان ایران هم پر ورته اقدام لاس پورې کړ، له ایران سره خو آن د روان کال په پیل کې شخړې ته لاس واچول شو او د جنورۍ په میاشت کې د ایران د لښکر مشر قاسم سلېمانی په عراق کې ووژل شو، امریکا وېـیل، چې سلېمانی په افغانستان، عراق، سوریه او سیمه کې امریکایان وژلی، ایران هم په عراق کې د امریکا اډې په نښه کړې. دلته د افغانستان په ګاونډ کې هم د ترهګرۍ عمده مراکز په نښه نه شول، هغه ترهګری، چې اوس یې د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ را مخ کې کړی دی. برعکس طالبانو ته فرصت ورکړل شو، چې ځان په سیاسی او پوځی ډګرونو کې راڅرګند کړی، د دې لپاره د امریکا پخوانۍ ادارې له طالبانو سره رسمی تړون لاسلیک کړ، چې اوس پرې ټول پښېمانه دی، ځکه د هغه تړون پایلې خونړۍ او ناسمې دی، نړیوالې ټولنې ته هم د منلو ځکه نه دی، چې د دې ټولنې په سختو هڅو او پراخو مرستو د افغانستان لپاره جوړ شوی نظام په مخ کې یې خنډنه را پورته کړی دی.له همدې امله د امریکا له نوې ادارې هیلې ډېرې دی، د اروپایی ټولنې، د نړۍ روغتیایی سازمان په څېر نور هېوادونه او بنسټونه له دې ادارې تمه لری، چې خپله پالیسی داسې عیاره کړی، چې د ژوندانه لپاره مهم بنسټ وګرځی او د ترهګرۍ په شمول ټول اختلافونه او خطرونه له منځه یووړلی شی! په دې برخه کې افغانستان له امریکا ستره تمه لری، امریکا د افغانستان ستراتیژیکه، دفاعی او امنیتی ملګرې ده، د امریکا د ولسمشر په توګه د ډیموکرات کاندید جوبایډن د انتخابېدو په اړه د افغان ولسمشر اشرف غنی د مبارکۍ پیغام او له واشنګټن سره‌ یې د راتلونکو اړیکو په اړه څرګندونې هم ددې غوښتنې پر بنسټ دی. اشرف غنی د یکشنبې په ورځ په خپل ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلی، تمه کوی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سولې د ټینګېدو په برخو کې لا پراخې شی. غنی همدا شان ویلی چې له خپل اساسی شریک، امریکا سره د هر اړخیز ستراتېژیک شراکت لا پیاوړی کېدو ته سترګې په لاره دی. عام افغانان هم له بایډن څخه ورته تمه لری، ځکه امریکا د پخوانی ولسمشر ټرمپ د پالیسۍ له مخې، افغانستان ته شا کړې وه او طالبانو او ترهګریزو ډلو او د هغوی ملاتړیو هېوادونو ته یې داسې پیغام ورکړی و، چې ګنې جګړې ته زور ورکړی او هغوی له افغانستانه خپل ځواکونه باسی. همدا ده، چې په افغانستان کې د سولې پر ځای جګړه توده شوې او پراخ زیانونه یې اړولی دی. افغان ولس د امریکا د هغه دریځ سخته غندنه کوی او له اوسنۍ ادارې تمه لری، چې افغانستان ته په مسوولانه توګه خپله پالیسی جوړه کړی. داسې پالیسی، چې له مخې یې په خوندی توګه د امریکایی عکسرو د وتلو لپاره فرصتونه رامنځته کړی. البته افغان ولس د جګړې غوښتونکی نه دی، خو دا جګړه هم باید په مسوولانه توګه ختمه کړای شی، د دې لپاره تر ټولو غوره دا ده، چې لومړی د ترهګرۍ عمده ځالې او مراکز په نښه کړای شی، دا د جګړې فشار کموی او په افغانستان کې د سولې لپاره فشار راوړی! افغانان همدا رنګه په اوسنی وخت کې یا په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه د ځواکونو ایستل، د حل لاره نه بولی، بلکې عملاً یې دا تجربه کړې، چې دا چاره ستونزې لا پسې زېږوی او د افغانستان ثبات، امنیت او اهمیت نور هم ګواښی، دا ګواښ په اصل کې امریکا ته هم متوجې دی، نو امریکا باید داسې ګام پورته کړی، چې دا ګډ ګواښ له منځه یوسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید