د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا سنا جرګې د کووېډ-۱۹پر مهال خلکو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف د۱۹۰۰ میلیارد ډالرو یا یو اعشاریه نهه ټریلیون ډالرو بودجې په اړه بحثونه پیل کړی. د دې بودجې طرحه د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندې شوې.ښایی د دې پیسو د مصرف په اړه بحثونه به ډېر وخت ونیسی. د دغه پروګرام هدف دا دی، چې په امریکا کې له کووېډ – ۱۹ سره ښه مبارزه او زیانمن شوی اقتصاد سره مرسته وشی.د دغه پروګرام له لارې هر امریکایی ته د ۱۴۰۰ ډالرو ورکړې وړاندیز شوی دی.د کووېډ-۱۹د واکسین پیسې، ټېسټونه، دولتی ادارو او محلی حکومتونو سره مرسته، ښوونځیو او هوایی شرکتونو سره مرسته، کم عایده او ګڼ ماشومو کورنیو سره د ټکس په برخه کې د آسانتیا راوړل او په روغتیایی بیمه کې سبسیډی د دغه پروګرام مهمې برخې یادې شوی دی.