روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا ددفاع وزیر د طالبانو وروستی پرمختګونه بې ارزښته بللی

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن او لوی درستیز جنرال مارک مېلی په افغانستان کې جګړې په میدان کې د طالبانو وروستی پرمختګونه بې ارزښته وبلل.دواړو وېیلی، طالبانو د هغو ولسوالیو مرکزونه نیولی، چې زیاتره برخې یې د امریکایی ځواکونو تر وتلو وړاندې د دغه ډلې په کنټرول کې وې.دواړو د امریکا د استازو جرګې پوځی کمېټې ته په غونډه کې وېیلی، چې طالبانو تر اوسه د افغانستان هېڅ ولایت مرکز هم نه دی نیولی.جنرال مارک مېلی خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې حاضردمه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی په داسې حال کې، چې افغانستان ۴۱۸ ولسوالۍ لری او په ۳۴ ولایتونو کې د هېڅ ولایت مرکز د دې ډلې په ولکه کې نه دی.دی وایی: دا سمه ده چې طالبانو حملې زیاتې کړی، پوستې یې نیولې ، د ځینو ولسوالیو مرکزونه هم نیولی ،خو د دغو سیمو په سلو کې۶۰ یې تېر کال نیولې وې او نورې یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې نیولې دی.ده زیاته کړې: (( موږ اندېښمن یوو، خو د افغانستان ملی امنیتی ځواکونه، پولیس او اردو څه کم یا زیات ۳ لکه دی او د هغو دنده ده، چې د خپل هېواد ساتنه وکړی.))دفاع وزیر لویډ اسټن تایید کړه ،چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پرمختګ کړی او د ځینو ولایتونو مرکزونه یې هم محاصره کړی ، خو وایی: طالبانو تراوسه کوم ولایتی مرکز نه دی نیولی.د یادونې وړ ده، چې اسټن او مېلی تېره اوونۍ هم د امریکا سناجرګې ته وېیلی وو ،چې ممکن د امریکایی پوځیانو له وتلو وروسته تروریستی ‌ډلې په افغانستان کې بیا منسجمې او پر امریکا حملې وکړای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید