روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا او طالبانو توافق غیر قانونی او په هېڅ توګه د منلو نه دى

راپورونه وایی، امریکا او طالبانو د دوحې په دفتر کې ګډ د سوق او ادارې نظامی مرکز فعال کړى چې له هغه ځایه د القاعدې پر ضد عملیات رهبری کېږی.همدا راز د بلک واټر مشر ایرېک پرېنس په تازه بیان کې ویلی، چې امریکا د پټو توافقاتو په اساس طالبانو ته د بلک واټر رول ورکړى او هغه جګړه له دې وروسته پر طالبانو ارزانه مخته بیول غواړی، چې د ټرمپ ادارې یې بلک واټر ته ورکول غوښتل، خو افغان حکومت یې مخالفت وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت د طالبانو له خوا د بریدونو په اړه مالومات پټ ساتلی ،چې اوس خپله په امریکا کې هم دامسئله د سختو اندېښنو وړ ګرځېدلې ده، د امریکا د دفاع وزارت بیا ویلی، چې ګنې دا مسئله یې د دې لپاره پټه ساتلې، چې ګنې طالبان سوله وکړی!؟ خو نه سوله درک لری او نه هم طالبان د سولې لپاره د توافق له مخې اوربند منی! د سیګار د هغه راپور په غبرګون کې چې ولې امریکا د سولې له هوکړې سره سره ترهګریزو بریدونو په اړه مالومات پټ ساتلی ؟ د امریکا دفاع وزارت وایی، په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو د بریدونو په تړاو د معلومات د دې لپاره بند کړی چې امریکا د افغان سولې د بهیر په پیلولو کې مرسته وکړاى شی. وړمه ورځ سیګار ویلی وو چې په افغانستان کې اوس بهرنی ځواکونه له طالبانو سره د سولې له هوکړې راوروسته د هغو بریدونو شمېر او معلومات پټوی چې طالبانو کړی دی؟ په دې اړه  امریکا د دفاع وزارت ویاند جوناتن هافمین ویلی، پرېکړه یې دا وه چې امریکا د افغانستان جګړې ته د بهتره حل رایستلو لپاره کار وکړی او په دې برخه کې د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات ارایه کولو مخنیوى کاوه، خو نوموړی دا هم ویلی، چې امریکا د طالبانو له اوسنیو پراخو بریدونو او سرعته خوشاله نده. هافمین ټینګار کړى چې تاوتریخوالى د منلو نه دى او دا د سیاسی حل په برخه کې مناسب کار ندى. هو دا نه یوازې ناسم کار دى، بلکې دې کړنې د طالبانو او ترهګریزو ډلو بریدونه هم زیات کړی دی. پنتاګون باید په دې اړه له سره فکر وکړی. همدا رنګه د ترهګرۍ ضد مبارزې اصلی ادرسونه مالوم دی، نړیواله ټولنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د امریکا په مشرۍ ناټو باید د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی او همدارنګه امریکا له افغانستان سره په دفاعی امنیتی او ستراتیژیکو تړونونو کې او دغه راز له افغانستان سره د ناټو تړون پر بنسټ باید د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه وشی، په دې کې باید امریکا، ناټو او نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره مرسته وکړی او له افغان حکومت سره د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه وکړی! دا چې امریکا او طالبانو د دوحې په دفتر کې له ګډ سوق او ادارې نظامی مرکزه د القاعدې پر ضد عملیات رهبری کوی،نو دا په هېڅ توګه قانونی، عاقلانه او عادلانه توافق نه دى، امریکا په اصل کې د ترهګرۍ ضد مبارزه پر هغو ډلو کوی، چې د ترهګرۍ له لیکو له خوا یې ملاتړ کېږی او طالبان د ترهګرۍ له لیکو نه دی بېل شوی! امریکا دغه راز د بلک واټر دنده اوس پر طالبانو اجرا کوی، هغه ناقانونه دنده،چې په افغانستان کې یې بشری ناورین را پورته کړ او اوس به دا ناورین او د بې ګناه وګړیو وژنې او قتلونه، بېرته د ترهګریزو ډلو پر مټ اجراکېږی!؟ د بلک واټر مشر ایرېک پرېنس په تازه بیان کې ویلی، چې امریکا د پټو توافقاتو په اساس طالبانو ته د بلک واټر رول ورکړى او هغه جګړه له دې وروسته پر طالبانو ارزانه مخته بیول غواړی، چې د ټرمپ ادارې یې بلک واټر ته ورکول غوښتل خو افغان حکومت یې مخالفت وکړ. د افغان حکومت دا مخالفت پر ځاى او اړین دى، ځکه طالبان له ترهګرۍ نه دی بېل شوی او د ترهګرۍ ضد هرې جګړې او هر ډول عملیاتو لپاره دلته قانون شته او قانونی ځواکونه مکلف دی، چې دا عملیات له خپلو قوانینو او غوښتنو سره سم وکړی! امریکا باید له طالبانو سره لومړى د سولې راوستو په هوکړه کې پر دې ډلې فشار راوړی، چې خپلې ژمنې عملی کړی، دوهم امریکا باید په قانونی توګه له ترهګرۍ سره مبارزه د افغان ځواکونو په ګډه همکارۍ او ګډو عملیاتو کې وکړی،نه دا چې د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه د طالبانو پر مټ وکړی،هغه ډله،چې تر اوسه له ترهګرۍ جلا شوې نه ده. دا په هر ډول قانون کې د امریکا پر مخ تور داغ دى او امریکا دې ترې ځان وژغوری!

ممکن است شما دوست داشته باشید