روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرې او له ولسمشر غنی سره د خلیلزاد کتنه

سمېع الله سمېع

اوومه برخه

د افغان سولې په اړه د حامدکرزی او نرېندرا مودی ترمنځ خبرې:

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دخپلواکۍ دبېرته اخیستلو دخوشالیو جشنونه کېدل، په هند کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی او دهند صدراعظم نریندرا مودی دافغانستان کې د سولې لپاره د زمری په ۲۸ تمه په نوی ډیلی کې خبرې وکړې. په دغو خبروکې د هند صدراعظم په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د هرډول همکارۍ وعده ورکړه.

دغه خبرې په داسې حال کې وشوې، چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له نریندرا مودی اوهم دپاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کشمیر دمسئلې په تړاو ټیلفون خبرې وکړې .

د طالب مشرانو ترمنځ اختلاف:

د پاکستان چاپ ډیلی ټایمز ورځپاڼې خبرورکړ، چې طالب مشران په خپل منځ کې له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو د وتلو د مهالوېش پرسراختلاف لری. ملا برادر له خلیلزاد سره د ۱۴ میاشتو په موده کې دامریکایی ځواکونو دوتلو پرسر سلا شوى ، خو طالب مشرتابه له دغې پرېکړې خوښ نه وى، ځکه په دې برخه کې ورسره مشوره نه وه شوې.له بلې خوا ،دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلی: له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو وتل په امنیتی وضعیت پورې اړه لری ، ترهغو چې زموږ موخې خوندی نه شی، له دغه هېواده دخپلو ځواکونو دایستلو پرېکړه نه کوو.د طالبانو د قطر دفتر ویلی: له سلامشورو وروسته په وروستۍ هوکړه کې د ځینو ټکو دبدلون وړاندیز لرو، که وړاندیزونه ومنل شی،د سولې هوکړه به لاسلیک شی.

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف ویلی: د طالبانو او امریکا ترمنځ لاهم ډېرمسایل حل شوی نه دی، چې په را روان پړاو  خبروکې هم ښایی حل نه شی اوخبرې په بل پړاو ته وغځېږی. تمه ده چې د طالبانو اوامریکا ترمنڅ دسولې دهوکړې له لاسلیک سره سملاسی بین الافغانی غونډه په یوه اروپایی هېواد کې پیل شی.

د یومتقاعد امریکایی جنرال څرګندونې:

له افغانستان څخه دامریکایی دعسکرو دوتلو په اړه یو امریکایی متقاعد جنرال پول ایټان یوس، ټودی ورځپاڼې ته وویل: امریکا په افغانستان کې دترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  لپاره دوه لسیزې جګړه وکړه. نوموړی زیاته کړه  اوس ددوو لسیزو جګړو وروسته ددې وخت دى ، چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسی. دده په خبره د افغانستان جګړه دعراق په څېر پاى نه لری ، ځکه دامریکایی ځواکونو حضور اونه حضور ددغې جګړې دکنټرول لپاره گټور نه دى، همدې مسئلې ته په کتو ددې وخت دى، چې له افغانستان څخه ځواکونه واېستل شی.نوموړی دامریکایی سرتېرو د وتلو په اړه دامریکایی سیاستوالو اندېښنې بېځایه بللی دی.

په ارګ کې د ناټو دګډو ځواکونو له قوماندان سره دولسمشر کتنه:

دزمری په ۳۰ مه داګست په ۲۱ تمه دچهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته ولسمشر محمداشرف غنی په ارګ کې دناټو دګډو ځواکونو اوپه اروپاکې دامریکا دعمومی قوماندانۍ له لوى قوماندان تودولټرز ، سره د ترورېزم د ګواښونو اوله هغو سره دمبارزې پرلارو چارو خبرې وکړې. په دې لیدنه کې چې دافغانستان لپاره  دناټو ملکی استارى نیکولاسکی هم حضور درلوده. لومړى جنرال ولټرز ،ی د افغانستان له امنیتی اودفاعی ځواکونو سره ددوامدارو همکاریو په اړه د ناټو سازمان ژمنتیا څرګنده کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو دسولې پر روان بهیر اوپر ولسمشریزو ټاکنو هم خبرې وکړې. په دغو خبرو کې ولسمشر محمداشرف غنی د سولې بهیرته په اشارې زیاته کړه:

سوله د افغانستان لپاره لومړیتوب لری او افغان حکومت دسولې لار نقشه ترتیب کړې اوهغه په دقت ، تدبیر او دګواښونو اوپایلو تحلیل ته په کتو پرمخ وړی . سولې ته د رسېدو لپاره هرډول ناسمه کړنلاره بدې پایلې لرلاى شی، داځکه چې زموږ سوله او امنیت ددښمن له ګواښونو سره مخ دی او اړتیا ده چې دغه پروسه په دقت او په لازم تدبیر مخته بوزو.

ولسمشرغنی زیاته کړه: طالبان باید د افغانستان خلکو ته له پاکستان له نېشه یی توکو، القاعدې، داعش اونورو سلګونو ترورېستې ډلو سره دخپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړی.ولسمشر ټاکنو ته په اشارې وویل: ټاکنې کېږی او د افغانستان خلک به په غښتلې ارادې خپل راتلونکى حکومت وټاکی.

خلیلزاد ، قطر ته له سفره مخکې څه وویل:

خلیلزاد ، په خپل ټویټر کې ولیکل: لومړى قطر ته ځم ،چې ځینې موضوعات نهایی کړم ، نوموړی په خپل ټویټ کې ویلی چې موږ له طالبانو سره دهوکړې لپاره بشپړ چمتووالى لرو، نوموړی دا خبره داسې مهال کړې چې دامریکا ولسمشر ټرمپ دزمری په ۲۹ تمه په سپینه ماڼۍ کې دافغانستان په تړاو  خبرې کولې او یوځل بیایې وویل: چې دوى په یوه اوونۍ کې جګړه ګټلاى شی،خو نه غواړی چې په میلیونونو افغانان ووژل شی.

نوموړی وویل: موږ پریو پلان خبرې کوو، ماته نه ده مالومه چې پلان به ماته دمنلو وړ وی او که نه او کېداى شی هغوى ( طالبانو) ته هم دمنلو وړ نه وی … ټرمپ وویل: طالبانو ته په کاردی چې له موږ سره جګړه ختمه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید