د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا استخباراتی ادارې منلې چې د جمهوری غوښتونکو پوښتنې کتباً ځواب کړی. دغه افشاګر، د استازیو جرګې له خوا د ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو د پیل لپاره لار هواره کړې.د دغه افشاګر چارواکی مدافع وکیل مارک زید په ټوېټ کې ویلی، چې موکل یې جمهوری غوښتونکو ته ځواب وایی، خو هغه پوښتنې به ځواب نه کړی چې هویت یې پرې افشا کېدای شی.د زید په خبره که د موکل هویت یې افشا شی، نو هغه او کورنۍ ته یې خطر پېښېدای شی.د امریکا استخباراتی چارواکی په سپټمبر میاشت کې پرته له دې چې هویت افشا کړی، شکایت ثبت کړی و او په هغه کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ تورن کړى چې د جولای په ۲۵ مه یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی سره پر ټلېفون خبرې کړې او پر هغه یې فشار راوړى چې د جوبایډن په اړه تحقیق وکړی.