د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی امارت د امربالمعروف وزارت خپلو افرادو ته اعلان وکړ، چې وروسته له دې د خلکو شخصی موبایلونه ونه پلټی.دغه وزارت دوشنبې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، چې موبایل یا تلېفون شخصی وسیله ده او د یوه چا د موبایل پلټل د یوه کس د شخصی حریم نقض دی.په اعلامیه کې د سلامی امارت مجاهدینو ته په ټینګار سره سپارښتنه شوې، چې هېڅ څوک حق نه لری، چې د چا تلېفون چک کړی، جېبونه یې تلاشی کړی او یا یې هم شخصی حریم ته ننوځی.خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې د ټولنې د اصلاح لپاره اړینه ده، چې لومړی سړی خپل ځان اصلاح کړی او په وینا یې اسلامی امارت د خپلو مجاهدینو اصلاح ته ژمن دی.