روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امت یووالی

لیکوال: مفتی محمد شفیع عثمانی رح

ژباړن: مولوی رحمت الله نړیوال

درېیمه برخه

یوه شبهه او ځواب یې

د دین له اصولو او د اختلاف له اسبابو ناخبرو خلکو ته دا شبهه ورپیدا کیږی، چې دا څنګه کېدلای سی چې په اسلامی شریعت کې دی یو شی حلال هم سی او حرام دی هم سی، روا دی هم وی ناروا دی هم وی؟! ښکاره خبره ده چې په دې دوو کې به یو غلط او بل به صحیح وی، بیا دواړی خواوی څنګه د احترام وړ کېدلای سی، کوم څه چې یو کس غلط بولی هغه ته غلط ویل عین دیانت دی.

ددې ځواب دا دی چې خبره په مطلق حلالو او حرامو، روا او ناروا کې نه ده؛ ځکه چې د قرآن او حدیثو په نصوصو کې ځینی شیان په ښکاره ‌ډول حرام دی لکه سود، شراب، خمار، رشوت او… په دې کې هیڅ دوې رایې نه ځاییږی او نه د سلفو صالحینو پکې اختلاف کېدلای سی، بلکې په دې کې اختلاف کول ددین له ښکاره او واضحو نصوصو انکار کول دی چې د امت په اجماع الحاد  او ګمراهی ده، له داسی خلکو څخه د بېزارۍ او برائت اعلان د ایمان تقاضا ده، په دې کې نرمی ناروا ده.

د نرمۍ تلقین او د رایې د اختلاف سره سره د خپل مخالف د رایې احترام یواځی په داسی مسایلو کې دی، چې یا خو په قرآن او حدیثو کې صراحتًا ذکر سوی نه وی او یا ذکر سوی وی خو داسی مجملې او مبهمې وی چې د تشریح او تفسیر پرته عمل نه سی ورباندی کېدلای یا په دوو روایتونه کې په ښکاره تعارض معلومیږی، په دې ټولو صورتونو کې مجتهد عالم د قرآن او حدیثو په نصوصو کې د خپل استعداد موافق له غور او فکر وروسته دې معلومولو ته اړ سی چې ددې منشا او مفهوم چیشی دی؟ او له دې کوم احکام راوځی؟ په دې صورت کې ښایی چې یو مجتهد عالم دی د اجتهاد له اصولو سره سم په قرآن، حدیثو، تعامل صحابه او .. کې له فکرکولو وروسته دې نتیجې ته ورسیږی چې فلان کار روا دی او بل مجتهد عالم دی په دې اصولو کې له بشپړ غور او فکر وروسته ددې کار نارواتوب صحیح وبولی، په دې صورت کې دا دواړه د الله ﷻ  په نزد د اجر او ثواب مستحقین دی پر یوه هم هیڅ عتاب نسته، د چا رایه چې عندالله صحیح وی هغه ته دوچنده اجر او ثواب او د چا رایه چې صحیح نه وی هغه ته یو اجر رسیږی، له دې څخه ځینو علماوو ته خیال ور پیدا سوی چې په اجتهادی اختلافاتو کې دواړه متضاد قولونه حق او صحیح وی؛ دا ځکه چې د الله ﷻ مقصد یو خاص کار نه وی بلکې د بندګانو د اطاعت ازموینه یې مقصد وی، نو چې دواړه خپله فریضه ادا کړی د دواړو ځواب صحیح دی، خو د جمهورو او مجتهدینو امامانو تحقیق دا دی چې د الله ﷻ  په علم کې په دې دوو کې یو حق او صحیح دی نو څوک چې په خپل اجتهاد دا حق ومومی هغه په هر اعتبار کامیاب او د دوچنده اجر مستحق دی او څوک چې له پوره کوشش سره دې حد ته ونه رسیږی هغه معذور دی، ملامتی ورباندی نسته او د خپلی  هڅې او کوشش یو اجر ورته رسیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید