روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د المپیک ملی کمیټې ۲۵۰ مډال ګټونګی لوبغاړی وستایل

د افغانستان د المپیک ملی کمیټې له خوا د غونډې په ترڅ کې ۲۵۰ هغه لوبغاړی وستایل شول، چې په تیرو دوه لسیزو کې یې هېواد ته مډالونه ګټلی وو.دغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ ماسپښین د المپیک ملی کمیټې په انګړ کې جوړه شوې وه، د مډال ګټونکو لوبغاړو ترڅنګ د ګڼو فدراسیونونو مشرانو او عامو ځوانانو ګډون کړی وو.دالمپیک د ملی کمیټې مطبوعاتی دادمحمد ناوک د معلوماتو له مخې ، د غونډې په جریان کې د المپیک ملی کمیټې او ورزش سرپرست رییس انجنیر نظرمحمد مطمئین د وینا پرمهال له هرډول فساد سره د جدی مبارزې ټټر وهلو ترڅنګ یې هغو لوبغاړو ته هېواد ته د راتلو بلنه ورکړه چې د ناسم پوهاوی له امله یې هېواد خوشې کړی دی.نوموړی په ورزشی برخه کې لوبغاړو ته د هراړخیزې همکارۍ د ژمنې سربیره ویلی، چې د المپیک نړیوالې کمیټې او د فوټبال فدارسیون ورسره د همکارۍ ژمنې کړی او داچې راتلونکی وخت کې به افغانستان په ورزشی برخه کې د ښو پرمختګونو شاهد وی.په غونډه کې د لوبغاړو په استازیتوب فرید دوراندیش وویل، چې د اسلامی امارت په راتګ سره په ورزش برخه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی؛ خو ټینګار یې وکړ ،چې د المپیک ملی کمیټه او بدنی روزنې و ورزش اداره باید لوبغاړو ته توجه وکړی، ځکه په تیرو حکومتونو کې د توجه نه کولو له امله مایوسۍ سره مخ وو.نوموړی دغه راز وویل ،چې د لوبغاړو عصریه ډېره کمه ده، چې هغه هم په وخت نه ورته رسېږی. دور اندیش افغانستان د افغانانو ګډ کور وباله، چې لوبغاړی به یې د المپیک ملی ادارې سره په شریکه د جوړولو هڅې کوی.د غونډې پای کې د المپیک ملی کمیټې رییس انجنیر نظرمحمد مطمئین د لوبغاړو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه یې ورسره وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید