د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ىکشنبې په ورځ د سورىې په شمال کې د امرىکاىی ځواکونو د پوځی عملىاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادی د وژل کېدو رپوټ ورکړل شو. اوس د نورو پوځی عملىاتو په ترڅ کې د دې ډلې د وىاند د وژل کېدو خبره هم شوې.
دا ځل امرىکاىی ځواکونو د سورىې دىموکراتىک ځواک (اېس ډی اف) له استخباراتی استازیو سره په ګډو عملىاتو د داعش ډلې د وىاند ابو حسن المهاجر، هم وژلى ، چې د دغې ترهګرې ډلې د وژل شوی مشر ابوبکر البغدادی، نږدې سلاکار و.
د کردانو د سورىې دىموکراتىک پوځ ىوه جګپوړی غړی وىلی چې دغه پوځی عملىات د ىکشنبې په ورځ د سورىې د حلب ولاىت په شمالی څنډه عىن البىضا، کې شوی دی. د هغه په خبره المهاجر د البغدادی ښى لاس و.
د سورىې دىموکراتىک ځواکونه پوځی اتحاد دى چې زىاتره برخه ىې کردی ولسی واحدونه (واى پی جی) جوړوی. ترکی پوځ د سورىې په شمال کې د دغو کردی ولسی واحدونو پر وړاندې په وروستىو کې پوځی عملىات پیل کړل. د فرانسې خبری آژانس خبرىال په البىضا سىمه کې دوه موټر لىدلې چې هواىی برىد له منځه وړی. په دغو موټرو کې درى جسدونه وو. لندن مېشته د بشری حقونو د څار سورىاىی سازمان هم د داعش ډلې د وىاند د وژل کېدو خبر ورکړى دى. د هغوى د معلوماتو له مخې هغه د داعش له ۵ غړیو څخه و چې د امریکایی ځواکونو په پوځی عملىاتو کې وژل شوى دى.
د المهاجر د هوىت په هکله ډېر معلومات نه شته. د داعش په انځورونو او وېډىو ګانو کې هغه نه دى لىدل شوى، خو د دغې ترهګرې ملېشې مهم کس و. د وىاند په توګه هغه د داعش ترهګرې ډلې په څو غږىزو پیغامونو کې په لوېدىځ کې پر خپلو خواخوږیو د برىدونو غږ کړى و. المهاجر وروسته له هغې د ابو محمد العدنانی، ځاى ناستى شو چې هغه په ۲۰۱۶م کال کې د امرىکاىی ځواکونو په هواىی برىد کې ووژل شو.
تر دې دمخه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړ چې د داعش مشر ابوبکر البغدادی د سورىې په شمال کې د امرىکاىی کومانډو ځواکونو د پوځی عملىاتو په ترڅ کې وژل شوى دى.
د ټرمپ په خبره د داعش مشر له کومانډو ځواکونو څخه ىوه تونل ته تېښته وکړه او هلته ىې د ځانمرګی واسکټ په واسطه ځان ته انفجار ورکړ او له ځان سره ىې ۳ ماشومان هم ووژل. د هغه په خبره کارپوهانو د «ډی ان اې» د ازموىنې له مخې د البغدادی هوىت ثابت کړ. د امریکا ولسمشر ووىل چې په دغه پوځی عملىاتو کې د داعش ډېر شمېر جنګىالی هم وژل شوی او امرىکاىی ځواکونو ته کوم زىان نه دى اوښتى.
سپىنې ماڼۍ وىلی چې په دغو عملىاتو کې ىوازې دوه عسکر سرسری ټپىان شوی ، چې اوس بېرته پر خپله دنده بوخت دی. سپىنې ماڼۍ همداشان د داعش د ډېر شمېر جنګىالىو د نىول کېدو رپوټ هم ورکړى و. د سپینې ماڼۍ په خبره په دغه ځاى کې ۱۱ ماشومان هم نىول شوی چې ىوه چاته سپارل شوی دی.
ټرمپ له روسىې، ترکىې، سورىې، عراق او سورىاىی کردانو څخه د هغوى د ملاتړ له کبله مننه کړې. امرىکایی ځانګړی ځواکونه د څرخی الوتکو په واسطه د عملىاتو ځاى ته تللی وو. دغه الوتکو پر هغو سىمو هم الوتنه کړې وه چې د روسىې او ترکىې له لوری کنټرولېږی.