روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان کډوالو د ستونزو حل په تړاو غونډ جوړیږی

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایی: په نږدې راتلونکی کې به له ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالی کمېنشرۍ سره د افغان کډوالو د حالت په اړه درې اخیزې غونډې ولری.د دغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلی: په دغو غونډو کې به د افغان کډوالو د شته ستونزو حل په اړه بحثونه وشی.نوموړی وایی، چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغان کډوالو د بیرته راستنېدو په تړاو خبرې به د اجنډا مهمه برخه وی.(( موږ به له هغوی سره په دغو غونډو کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړو، څو د افغانانو د لومړنیو توکو اړتیا وړ ستونزې هوارې شی. په دې بحثونو کې به د افغان کډوالو بیرته راګرځېدو په اړه هم بحثونه وشی، څو افغانان بیرته خپل هیواد ته راوګرځی او ارام ژوند وکړی.))

د چارو شنونکی صدیق پتمن له ګاونډیو هیوادونو سره د افغان کډوالو په تړاو غونډې ګټورې بولی، خو زیاتوی، افغانانو ته باید پر کور دننه د کار او ښه ژوند زمینه برابر شی، څو نورو هیوادونو ته کډوال نه شی.((د افغان کډوالو بیرته راستنېدو په اړه باید وویل شی، چې پر کور دننه ځینې پروژې پلې شی، څو دوی ته د کار زمینه برابره شی. که تاسو پخوانیو وختونو ته هم وګورئ، هلته هم د افغان کډوالو په اړه ورته تګلارې او پلانونه وو. دغو کډوالو ته باید سړکونه او ښوونځی جوړ شی، څو وهڅول شی چې بیرته هیواد ته راستنه شی.))په ایران کې مېشت افغان کډوال زاهدالله بیا وایی: له ګاونډیو هیوادونو سره باید د افغان کډوالو په اړه جدی خبرې وشی.نوموړی زیاتوی: یوازې رسنیزې غونډې او خبرې د افغان کډوالو ستونزې نه شی اوارولی. (( له افغان کډوالو سره په هر هیواد کې ډېر بد چلند کېږی. دوی ځورول کېږی، له کارونو شړل کېږی، په دې اړه باید له ګاونډیو هیوادونو سره جدی خبرې وشی او دغه غږ د نړۍ تر نورو هیوادونو هم ورسوی.))په افغانستان کې د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو سره زیات شمېر افغان کډوال د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته تللی دی.په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې ښیی ځینې کسان له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوی. دغو ویډیوګانو دومره غبرګونونه راوپارول چې یوې ډلې اعتراض کوونکو په هرات کې د ایران کونسلګرۍ دروازې ته اور ورته کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید