د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغان ترک ښوونځی د جوزجان څانګې زده کوونکو د ۴۳ هېوادونو د زده کوونکو تر منځ د ساینس په المپیاد کې اول مقام ګټلی دی.د ساینس المپیاد په انلاین توګه د تایلند په کوربه توب ترسره شو، چې په کې د جوزجان د افغان ترک زده کوونکو اوولس مډالونه وګټل.په دې ډله کې د سرو زرو د مډال ګټونکی سید احمد مبین ویلی، چې ده او یوه ډله ټولګیوالو یې د ساینس په المپیاد کې برخه واخیسته او د افغانستان لپاره یې ویاړ وګاټه.د تایلند د ساینس المپیاد سیالیو په تېر دور کې چې په ۲۰۲۱ م کال وشو د جوزجان زده کوونکو ۱۱ مډالونه ګټلی وو.افغان ترک ښوونځی له کلونو افغانستان کې فعال دی ،چې د نورو ښوونځیو ممتاز زده کوونکی پکې له څو دورو عمومی ازموینو وروسته جذبیږی.