روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان سولې په تړاو خلیلزاد د سفر بله دوره پیل کړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سیمې او اروپایی هېوادونو د سفرونو د اووم پړاو په پیلېدو سره ویلی، چې د افغان سولی پروسه ګړندۍ کېدل غواړی. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په واشنګټن کې تر دوو اوونیو تم کېدو وروسته څو هېوادونو ته خپل بل سفر پیل کړ. زلمی خلیلزاد د جون میاشتې وړم ماښام پر ټوېټر ولیکلی، چې په تېره یوه میاشت کې یې ډېر پرمختګونه درلودل. د ښاغلی خلیلزاد په خبره، په دې سفر کې به دی د افغان سولی پروسې د ګړندی کېدو غوښتونکی وی.د امریکا ځانګړی استازی پر ټوېټر په دوهم پیغام کې لیکلی ،چې په مشخص ډول پر دوو موضوعاتو تمرکز کوی، لومړی د سولې لپاره د سیمې او نړۍ مدغمېدل او دوهم د دوو لورو ترمنځ د سولې د چوکاټ د وروستی کېدو لپاره هڅې دی. زلمی خلیلزاد ویلی، چې په دې برخو کې پرمختګونه شوی او دی ورته خوشبین دی. ښاغلی خلیلزاد همدا راز لیکلی چې هره بریا د ټولو اړخونو له لوری انعطاف ته اړتیا لری. دغه راز،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې ویلی ، چې زلمی خلیلزاد د دې دوه اوونیز سفر په ترڅ کې د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته ځی . په خبرپاڼه کې راغلی، ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان له حکومتی چارواکو او نورو کسانو سره د سولې پر هڅو سلا مشورې وکړی.د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به پاکستان، بلجیم، جرمنی، قطر او عربی متحده اماراتو ته هم ولاړ شی، څو هلته د افغانستان د سولی لپاره د نړیوال ملاتړ د جلبولو هڅې وکړی. د زلمی خلیلزاد دا سفر به چې د مې میاشتې له ۳۱مېپیل او د جون تر ۱۶مې دوام کوی، د دوو اوونیو لپاره وی. هغه به په دې سفر کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم وګوری. تر دې وړاندې د طالبانو ډلې یوه غړی د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍراډیو ته ویلی وو، چې زلمی خلیلزاد به له کوچنی اختر وروسته د طالبانو له استازو سره په دوحه کې وګوری. د ښاغلی خلیلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو په تېرو شپږو پړاوونو کې تر اوسه له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر ټاکلو او د طالبانو پر دې تضمین، چې د افغانستان له خاورې به د امریکا پر ضد ترورېستی برید نه کېږی، تمرکز شوی دی. له دې سره سره زلمی خلیلزاد تر دې وړاندې پر اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو پر لیدو ټینګار کړی دی.تېرکال په کوچنی اختر کې له درې ورځنی اوربند سره داسې هیلې راپورته شوې چې وسله وال طالبان به سږکال هم د اختر په ورځو کې اوربند وکړی، خو هغوی په اختریز پیغام کې د افغان حکومت او خلکو د اوربند وړاندیز ته نه وویل او د جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ. علی امیری چې  په کابل کې د سیاسی چارو کارپوه دی. نوموړی له طالبانو سره د خبرو راتلونکی ته د شک په سترګه ګوری.دی وایی: (( طالبان څه له امریکایانو سره په مذاکرې کې او څه له نورو ډلو سره چې هغوی غواړی بین الافغانی تفاهم ته ورسېږی، یوه نسبتاً سخت دریځ ته ورګرځېدلی دی، په نتیجه کې د افغانستان د خلکو لپاره د طالبانو پیغام ناڅرګند دی، لا تراوسه معلومه نه ده چې هغوی د سولې اراده لری او که نه.)) وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومتی چارواکو سره هرډول لیدنه رد کړې او وایی، ترهغو چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې حضور ولری، جګړه به دوام ولری. زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د شپږمې دورې په پای کې پیغام ورکړی و، چې بین الافغانی مذاکرات، اوربند، د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د ترورېستی بریدونو نه کولو ډاډ او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د خبرو د اصلی عناصرو په توګه پاتې کېږی. سره له دې چې طالبان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پروتلو ټینګار کوی، د امریکا متحده ایالتونه وایی: که چېرې پر پورته څلورو مواردو په بشپړ ډول توافق ونه شی، په یوازې توګه پر هېڅ یوه موافقه نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید